د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر زداري دې اصلاحات راوړي.سیاسي ګوندونه


په سر ښار اسلام آباد کي د ملک ۹ سياسي ګوندونو لخوا يوه خبري غونډه وشوه چي پکي د صدر اصف علي زرداري نه د سياسي ، سماجي، قانوني اقتصادي او انتظامي اصلاحاتو لپاره غوښته وکړه.

دي کميټي کي اې اېن پي،جماعت اسلامي ، متحده قامي مومنټ ،نيشنل پارټي ، پښتونخوا ملي عوامي پارټي ،پاکستان مسلم ليګ ن ، پاکستان مسلم ليګ ق ، پي پي پي او پي پي پي شيرپاؤ غړي شامل دي .

د غونډي په وخت د کميټي غړو وويل چي په قبايلي سیمو کي د امن لپاره سياسي ، سماجي، قانوني اقتصادي او انتظامي اصلاحات ضروري دي او په دي لړ کي دي د ولس مشر اصف علي زرداري چي په ۲۰۰۹ م کال کي د قبايلي سيمو لپاره کم اعلان کړی وو په هغي دي عمل و شي .

په دغه موقع مشال ريډيو سره د خبرو په وخت د خيبر ايجنسي پاکستان مسلم ليګ غړي ظاهر شاه وويل چي قبايلي ولس ته دي هم د ملک د نورو خلکو په شان حقوق ورکړل شي. او هلته دي سياسي ، سماجي، قانوني اقتصادي او انتظامي اصلاحات يقيني کړل شي .

د پي پي پي غړي او د ايوان صدر وياند فرحت الله بابر مشال ريډيو ته وويل چي قباييلي ولس ته ډيرې ستونزې مخي ته دي خو حکومت به د دي اصلاحاتو عملي کولو لپاره خپل پورا کوشش کوي
XS
SM
MD
LG