د لاسرسي ځای

تازه خبر

پنجاب ،ترهګري او فیصل آباد


د پاکستان په کراچۍ کې د ناقانونه ډلې لښکرې جهنګوي دوه تنه د پولسی لخوا نیول شوي
د پاکستان په کراچۍ کې د ناقانونه ډلې لښکرې جهنګوي دوه تنه د پولسی لخوا نیول شوي
مجید بابر مشال رېډیو

د پنجاب د فیصل آباد ښا ر کې یوې بمی چاودنې څه باندی شل تنه ووژل او د۱۰۰ نه یې ژوبل کړه.

د ۵۰لکو د آبادی واله دغه ښار په پاکستان کی د لاهور او کراچی نه پس د وګړو په لحاظ دریم لوی ښار ګڼل کیږی.


له دې سره سره فیصل آباد ښار چی زوړ نوم يې لایل پور وو، د تاؤ تریخوالي هم یو تاریخ لري .

فیصل آباد په لومړي ځل په ټوله نړی کی د تره ګرۍ په حوالی سره په مارچ ۲۰۰۲ م کال کی هغه وخت د خبرونو په سر لیکونو کی راغلو، چی کله د د غه ښار نه د القا عده شبکی یو مهم غړی ابو زبیده ونیول شو.

د غه ښا ر کی د تیرو څو لسیزو راهیسې د شیعګا نو او سنیانو تر مینځ وخت په وخت خونړی نښتی هم کیږی. ددې نه علاوه په دغه ښا ر کی د عیسایا نو په آبادو او عبا دت خانو هم بریدونه شوي دي.

د د ۲۰۱۱ م کال د مارچ میاشتې په دویمه نیټه د وژل شوي عیسوي مذهبي او د پاکستان د و فا قي کابینې د غړی شهبا ز بټی تعلق هم د فیصل آ با د ښا ر خوش پور سیمې سر ه وو.



د فیصل آبا د ښا ر د اهمیت او د نننۍ چاؤدنې په شا څه وجوهات کیدی شی؟
د خبري اداری انټر میډیا عدنا ن رحمت وايي ،”چی فیصل آبا د د پنجا ب لپا ر ه د کراچی هومره اهمیت لري ، ځکه چی د ا یو اقتصا د ي او کا ر و با ر ي ښا ر د ی. او د فرقه ایزو شخړو مرکزي ښار جهنګ د فیصل آ با د سره ډیر نزدې پروت دی٬٬

د عدنا ن رحمت په خبره چې جهنګ ښار په پنجا ب او ټو ل پاکستا ن کې فرقه ا یزه کرکه خوره وي ، او د طا لبا نو او فر قه ایزو ډلو تر مینځه رشته څه پټه خبره نه ده، ځکه اوس ترهه ګر فیصل آ با د په یوه ستراتیجکي توګه کاروي.

په پنجا ب صو به کی د ټول پا کستان د آبا دی نه ۵۰ فیصده زیات وګړي ژوند کوي ، کارخانې پکې ډېرې دي ، د غریبۍ کچه پکې د ټول پاکستا ن نه ټیټه ده، او فیصل آبا د یو کاروبا ر ي ښار هم دی.

ځینې څیړونکي په پا کستا ن کی د ترهه ګرۍ ریښې له غریبی او بې روزګارۍ سره هم تړي ، نو بیا ولی په دومره کاروبا ري او اقتصادي ښار کی ترهګري مخ په زیاتېدو ده.

د انګریزي ژبې ټیلیویزن ډان نیوز طلعت حسین وايي،” د ا ځکه ،چی فیصل آباد د خیبر پښتونخوا او قبا یلي شورش ذده سیمو سره ډیر نزدې دی، او دغه سیمی نیغ په نیغه له جنګ ځپلي افغا نستا ن سره هم تړل شوې دي نو دا ټول یو جغرافیايي تړاو دی٬٬

خبریال طلعت حسین زیاتوی ،چی د پنجا ب دغه تړاؤ او په فیصل آباد کې یو شمیر د ټولنیزه نا انصا فیو نه مایوسه خلک نن سبا د تر هګرو ملا تړي دي.

د انټر میډ یا عد نا ن رحمت دا هم وایي، چی په پنجا ب کي صو فی ازم او کلتور دومره پیاوړی دی ، چي د تند لاریتوب مخه نیولی شي، خو پنجا ب دغه رول لو بولو ته لا ځکه تیار نه دی ، چی پنجا ب ته لا د خیبر پښتونخوا او قبایلی سیمو هومره ځانی او ما لی نقصانونه نه دي رسیدلي.
XS
SM
MD
LG