د لاسرسي ځای

تازه خبر

په فیصل آباد کې چاودنې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اړولې


پنجاب .فیصل اباد کې ژغورندویه ډلې د بمی برید وروسته مړي او ټپیان راباسي
پنجاب .فیصل اباد کې ژغورندویه ډلې د بمی برید وروسته مړي او ټپیان راباسي


دغه چاودنه په فیصل اباد ښار کې د سېشنبې په ورځ شاوخوا پر ۱۱ بجو په هغه سیمه کې وشوه چې د آی اېس آی د سیمه ييز دفتر په ګډون د یو شمېر مهمو دولتي او نا دولتي ادارې ودانۍ دي.

په سیمه کې د پولیسو مشر رانا ریاض وايي، چې چاودنه د تیل او ګېس (سي اېن جي) له یوه سټيشن سره وشوه چې د یو څو میټرو په واټن کې د ای اېس ای دفتر دی.

نوموړي ويلي که څه هم په دغه چاودنه کې د آی اس آی ددفتر ودانۍ سرسري زیانمنه شوې خو کارکوونکو ته یې دسرزیان ندی رسېدلی.

په دغه چاودنه کې ۲۲ تنه وژل شوي او څه باندې ۱۰۰ نور ټپيان دي .

د پولیسو مشر رانا ریاض وايي،سټيشن په بشپړه توګه ویجاړ شوی او ورسره شاوخوا ځینې ودانۍ هم زیانمنې شوي .
ځايي پولیس وايي دا یو موټر بم حمله وه او د دوی په خبره دا یو ترهګر برید دی چې اصلي هدف یې د آی اېس آی او ورڅېرمه نور دفترونه ول.

تر دې وړاندې هم د پاکستان په پنجاب او خیبر پښتونخوا کې د استخباراتو پر دفتر ونو حملې شوې چې پکې ګڼه مرګ ژوبله اوښتې وه.
XS
SM
MD
LG