د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پېښور کې د هنر کلتوري میله


د خبیر پښتونخوا د کشیده کارۍ میله
د خبیر پښتونخوا د کشیده کارۍ میله
بازمحمد عابد مشال ریډیو پيښور

د هنر کلتوري میله د پيښور په نشرهال کې د فرورۍ په ۲۵ نیټه پیل شوې وه د مارچ دریمه نیته یې وروستۍ ورځ وه چې د نندارچیانو ګڼه ګوڼه په کې تر نورو ورځو زیاته وه .

ولسی خلکو د خپلې کورنۍ له غړو سره په ډیره علاقه مندۍ ورمخه کړې وه. اود پښتني کلتور د هنر نمونې او هنرمندان یې له نیږدې نه ننداره کول.

د افشان په نوم یوه میرمن چې پنځه ورځې پرله پسې د هنر دې نندارې ته راغلې وه وايي چې لا یې هنري تنده نه ده ماته شوې.

دا میرمن وايي ،د پښتنو هومره استعداد په نورو قومونو کې نه ویني، او زیاتوي، چې له خپل کلتور سره د مینې له کبله دې میلې ته بیا بیا راځي.او غوښتنه یې وکړه چې دا کلتوري ننداره دې نور هم دوام ومومي او هغو کسانو چې تر اوسه یې دا میله نه لیدلې هم وویني.

د نسیم اختر په نوم یوه میرمن چې د هنرمندو نجونو له یوې ډلې سره له چتراله راغلې وه، له کلتوری میلې خوښي څرګنده کړه او وې ویل ،”زه د اتلس نجونو له یوې ډلې سره چې کشیده کاري کوی راغلې یم، زموږ کارونه د نندارچیانو ډیر خوښ شول او ښه بازار مو هم درلود. ٬٬

دې هیله کوله چې حکومت کله هم داسې نندارتونونه جوړوي نو دوی دې ضرور خبروي.

د خیبر پښتونخوا د سیلګرۍ، لوبو او ثقافت وزیر سید عاقل شاه د وروستۍ غونډې په پای کې د پښتنې کلتور په هنرمندانو ستاینلیکونه ووېشل .

له مشال ریډیو سره په خبرو کې سید عاقل شاه وویل، چې د خلکو د علاقه مندۍ وروسته دې نتیجې ته رسیدلی چې په پيښور کې د تل له پاره هنرمندانو ته مستقیل ځایونه په وړیا توګه مهیا کړي.

سید عاقل شاه زیاتوي چې په لنډ وخت کې به د خیبر پښتونخوا په نور ضلعولکه سوات، کاغان، هري پور، ټانګ، ډیره اسمعاعیل خان، کوهاټ، ټل صوابۍ او دیر کې ورته هنري میلې تر سره کوي.
XS
SM
MD
LG