د لاسرسي ځای

تازه خبر

یو داسې پوځ چې ملک نه لري


احمد رشيد، لیکوال او شنونکی
احمد رشيد، لیکوال او شنونکی

ژباړه : بوریوال کاکړ، مشال راډیو


په دي نیویارک ریویو اف بوک کې د شنونکي او لیکوال احمد رشید مقاله خپره شوې ده. په مقاله کې لیکل شوي ((د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د لږکیو د چارو د مرکزي وزیر شهباز بټي وژل کېده، د سیاسي تشدد له شرمه ډک هغه عمل دی چې د پاکستان سخت دریځو ترسره کړ. ))

احمد رشید لیکي ((د نوموړي وژل کېده تر هغه دوه میاشتې وروسته تر سره شو، چې د پنجاب صوبې ګورنر سلمان تاثیر هم په دې ښار کې د خپل ساتونکي پولیس افسر له خوا په ډزو وژل شوی وو.))

پاکستان: د پاکستان د لږکیو د چارو وزیر شهباز بټی په واشنګټن کې د فرانسې له خبري اژانس سره د مرکې پر حال. نوموړی د د مارچ په دویمه په اسلام اباد کې ووژل شو.


مقاله لیکي چې د دې دوو کسانو د وژل کېدو په اړه د پاکستاني حکومت دریځ نور هم شرموونکی دی؛ او له دې څخه د دې امکان څرګندونه کېږي چې د پاکستان امنیتي ادارې اوس هم سخت دریځي د دې لپاره کاروي چې په سیمه کې د لویدیځ د تګلارو د مخالفت هڅه وکړي.

د احمد رشید په خبره، سلمان تاثیر ځکه ووژل شو چې هغه په پاکستان کې د ناموس رسالت په قانون کې د بدلون په اړه په ډاګه خبري کولې، او شهباز بټي هم دې کار ته ځان وقف کړی وو. شهباز بټي څو میاشتې وړاندې د بي بي سي لپاره په ثبت کړې یوه ويډیو کې ویلي وو، دی به د ناموس رسالت په قانون کې د بدلون لپاره خپلې هڅو ته دوام ورکوي.

هغه په دې ویډیو کې ویلي وو ((تشدد کوونکي ، اورپکي ، تر بندیز لاندې تنظیمونه ، طالبان او القاعده غواړي خپل تندلاری فکر پر خلکو وتپي او هر څوک چې د دې کار مخالفت وکړي هغه ته ګواښونه کوي. خو زه که وژل کیږم هم نو د خپلې ټولنې د حقونو لپاره به کار کوم او له خپلو اصولو به نه تېرېږم.))

احمد رشید لیکي ((له پوپ څخه نیولې تر هېلري کلنټن او نیکولاس سرکوزي پورې د نړۍ مشرانو چې په څنګه سختو ټکو کې د شهباز بټي د وژلو غندنه وکړه پخپله د پاکستان د حکومت له خوا داسې ونه شو.))

نوموړی لیکي د پاکستان د پوځ له خوا هم، نه د سلمان تاثیر، او نه هم د شهباز بټي د وژل کېدو په اړه د خفګان څرګندونه وشوه. د پاکستان د پوځ مشر جنرال اشفاق پرویز کیاني نه یواځې د سلمان تاثیر له کورنۍ سره د غمرازۍ ښودنه ونکړه، بلکې له بهرنیو سفیرانو سره په یوه غونډه کې یې وویل چې د پاکستان په امنیتي ادارو کې داسې لوی شمېر عسکر شته چې له سلمان تاثیر سره نه، بلکې له ممتاز قادري سره یې خوا خوږي ده؛ ممتاز قادري، سلمان تاثیر وژلی وو.

پاکستان: پولیس د پنجاب د ګورنر سلمان تاثیر وژونکی عدالت ته بیایي.



په مقاله کې لیکل شوي، د پاکستاني پوځ له خوا د دې خاموشۍ تر شا هغه بدمرغه څه دي چې دا سخت دریځې ډلې په کلونو کلونو د پاکستاني پوځ او آی ایس آی په واک کې وې ، دوی روزلې او وسلې یې ورکولې، او په افغانستان او کشمیر کې یې ترې کار اخیسته.

احمد رشید لیکي، په دې وروستیو کې دغه ډلې د پاکستاني پوځ له واکه وتلې دي او اوس هغه څه کوي چې د دوی خپله خوښه وي. خو پوځ پر دې سربېره د خپلو دې روزل شویو کرغېړنو پر ضد په عملیاتو کې له مرستې انکار کوي، چې دوی د پاکستان شاوخوا دوزره امنیتي عسکر وژلي دي.

نوموړی لیکي، د دې پایله دا ده چې اوس په پاکستان کې یوه ناوړه دوه مخیزه لوبه روانه ده، چې له کبله یې رامنځ ته شوي تاوتریخوالي، شهباز بټي له منځه یووړ. امنیتي ادارو د پاکستان تر ټولو خطرناکه سخت دریځه او تر بندیز لاندې ډله لښکر طیبه بیا د لاهور کوڅو ته پرېښوده، چې د ۲۰۰۸م کال د ممبۍ په بریدونو کې یې لاس درلود ، او اوس د امریکايي وګړي رېمنډ ډیوس پر ضد هره ورځ په لاهور کې د امریکا د کونسل ګرۍ مخې ته مظاهرې کوي.

مقاله لیکي، د داسې ډلو له خوشې پرېښودلو داسې برېښي چې د پاکستان امنیتي ادارو ټولو سخت دریځو ډلو ته، په خاصه توګه هغو ته چې له عیسایانو نفرت کوي، دا اشاره ورکړل شوې ده چې هغوي که هر څه کوي نو ازادې دي.

احمد رشید لیکي دا ټوله کیسه د پاکستاني پوځ او امریکا ترمنځ د پټ پټوڼي برخه ده. پاکستان غواړي په راتلونکي کې د امریکا له خوا له طالبانو سره ممکنه خبرې اترې په خپل لاس کې واخلي؛ هغه ځکه چې پاکستان په کابل کې د خپلې خوښې حکومت لیدل غواړي. او دوي نه غواړي چې هند دې په افغانستان کې مضبوط لاس ولري.

مقاله کاږي، تر اوسه امریکا په خپل دريځ ولاړه ښکاري او آی ایس آی ته یې ویلي دي چې له ځینو طالبانو سره دې په غیرمستقیمه توګه خبري اتري پیل کاندي. د پاکستان پوځي چارواکو د هم دې په نتیجه کې هغه سخت دریځې ډلې کوڅو ته پرېښې دي چې د امریکا مخالفې دي. د دې بله وجه دا هم ده چې ولې پاکستان امریکايي وګړی ریمنډ ډیوس نه خوشی کوي او ولې د پاکستان او امریکا ترمنځ اړیکي د نور وخت پرتله اوس ډېر کړکېچن دي.

احمد رشید په خپله لیکنه کې کاږي، یوه امریکايي سېنېټر بوب کورکر، چې په دې وروستیو کې یې اسلام اباد ته سفر کړی وو، تر ستنېدو وروسته د امریکا د بهرنیو اړیکو کمیټۍ ته ویلي چې پاکستان له امریکا سره لوبې کوي.

مقاله زیاتوي، آی ایس آی به کېدای شي چې په امریکایانو لوبې کوي، خو په هم دې ډول په چټکۍ سره سخت دریځو ته لاره هم هواروي؛ او اوس پاکستان په یوه داسې ځای بدلیږي چیري چې پوځ وي خو ملک یې نه وي.

XS
SM
MD
LG