د لاسرسي ځای

تازه خبر

په درو ورځو کې برمته ججان خوشي کېدل غواړو. نواب ایاز جوګېزی


دپښتون قامي جرګې مشر نواب ایازجوګیزی
دپښتون قامي جرګې مشر نواب ایازجوګیزی
خدای نور مشال رېډیو کوټه

په بلوچستان کي دسړي تښتوني پرضد د پښتون قامي جرګې اوقبايلي مشرانو حکومت ته د درو ورځووخت ورکړی دی. چي که په درو ورځوکي دننه تیښتول شوي وکیلان اوججان راخوشي نه کړل شول نو سخت احتجاج به پیل کړي

دپښتون قامي جرګې مشر نواب ایازجوګیزي د ګل په ورځ په کوټه کې يوې خبري غونډه کي دصوبې حکومت ته دسړي تښتوني دپېښوپرضدددرو ورځووخت ورکړ اوزیاته يې کړه که دسړي تښتوني دالړۍ ژرترژره بنده نه شوه،نوسخت احتجاج به پیل کړي. دده په وینانورنوداسي پېښي دزغملووړنه دي.د قامي جرګې مشرنواب ایاز جوګېزي په خبري غونډه کي وویل.

“موږ حکومت ته ددې درو کسانودبازیابۍ د درو ورځوالټي میټم ورکوو.ځکه چي دادسړي تښتوني لړۍ له موټرچلوونکيوڅخه اوس ترججانوپوري رسېدلې.او ورځ په ورځ ددوي هدف نورهم نارواکېږي”

دنواب ایازجوګېزئي په وینادصوبې ځينولويوګوندونوله هغه سره اړيکي نیولي دي چي يوه جرګه دي راوبولي نوموړي په دې باب زیاته کړ،”چې ستونزې ورځ په ورځ زیاتېږي،مځکې قبضې کېږي،دهیچاعزت خوندي نه دی، سړي تښتول کېږي،پر لویو لارو پر موټرودراکټوبریدونه کېږي. نودهمدې لپاره غواړو چي ددې صوبې ټولو سیاسي ګوندونوته يوداسي دريځ ورکړم چي ټوله سیاسي ګوندونه اوقبايلي مشران په اعتمادکي واخلم،او دراتلونکي لپاره يوه کړنلاره وټاکو”

دنوموړي په ویناحکومتي چارواکي هم دسړي تښتووني په پېښوکي لاس لري، خو د وزیراعظم يوسف رضاګیلاني له خواوړمه ورځ دبلوچستان د ناامنه حالاتوپه خاص بیادسړي تښتوني دپېښوذمه واره ځيني بلوڅ وسله ډالي بللې.
بلي خواته سیمیزپولیس وایی دتښتول شویووکیلانواوججانودراخوشي کولولپاره يې دپلټني عملیات لاهم روان دي، اوهڅه کوي چي تښتول شوي کسان به ډېرژر بازیاب کړي.

د فبرورۍ پر ۲۷ مه نېټه د سیوۍ سېشن جج جان محمد ګوهر یاسینزی او سېنیر سېول جج محمد علي کاکړ د ځینو نامالومه کسانو لخوا وتیښتول شو چې د بلوچستان د ډېره مراد جمالي له سیمې څخه د اوسته محمد سیمې ته روان وو. د دې کسانو موټر د نصیراباد د کوټ عبدالصمد لهړي په سیمه کې موندل شو ي وو.


--
XS
SM
MD
LG