ډان ورځپاڼې مقاله
ژباړه:-بشير ګواښ
د پاکستان څخه خپريدونکې انګرېزي ورځپاڼې ډان په افغانستان کې د وروستيوو بريدونو او چاودنو په اړه ليکلي چې پکې لسګونه خلک ووژل شول. ورځپاڼې ليکلي چې د ولسي خلکو له وژنې داسې ښکاري چې د طالب وسله والو سټريټيجي واضحه نه ده چې دوی څه غواړي او ولي ولسي خلک وژني.
ډان ورځپاڼه ليکي چې ژمی هغه وخت وي چې په افغانستان کې بريدونه او جګړې کمې وي خو دا کال داسې نه وه. د شنبې ( خالي) په ورځ په جلال اباد کې طالب وسله والو پر يو بينک بريد وکړ او شا او خوا ۳۸ کسان يې ووژل. له دې دوه ورځې وروسته د ګل( دوشنبې په ورځ ) په کندوز ولايت کې يو ځان مرګي بريد کوونکې د ۳۶ کسانو ژوند واخيست.
د ورځپاڼې په وينا دا بريدونه د تيرې جون مياشتې وروسته له ټولو ډير خونړي وو او په داسې مهال شوي چې د طالب وسله والو سره د مذاکراتو په اړه يو ځل بيا خبرې ګرمي دي. په مقاله کې راغلي چې دا لا معلومه نه ده چې طالبان له دې بريدونو څه ترلاسه کول غواړي؟ آیا غواړي چې له خبرو وړاندې په افغان حکومت فشار زيات کړي او خپلې غوښتنې پرې ومني او کنه د بريدونو مانا دا ده چې په طالبانو کې داسې ډلې شته چې يوازې په تشدد باور لري او غواړي خبرې اترې له شروع کولو وړاندې په ټپه ودروي.
ورځپاڼه زياتوي چې د افغانستان په جنوب کې امريکايي پوځيانو په طالب وسله والو سخت فشار راوړی دی نو ځکه طالبان غواړي د هيواد په نورو ځايونو کې د بريدونو په کولو سره خپله وړتيا وښي .
د دې مقالې په وينا هر څه چې ډيرې خبرې واضحه نه دي او لا هم ډيرې پوښتنې ځواب نه لري. د بيلګې په توګه آيا ټول طالب وسله وال د ملاعمر د خوښې سره راضي دي؟ ملا عمر څه غواړي؟ او آيا د طالبانو ځوانان چې تر ډيره وخت جنګيدلي نور له جګړې ستړي شوي دي؟
ډان ورځپاڼه وايي چې د دې ترڅنګ د افغانستان په اړه د پاکستان دريځ هم واضحه نه دی. ورځپاڼه پوښتنه کوي چې آيا پاکستان د طالبانو سره په خبرو راضي دی او آيا دوی د يو منځګړي رول لوبوي او که د خبرو د ګډوډونکي؟
ورځپاڼه زياتوي چې دا لاجوابه پوښتنې همداسې لاځوابه پاتې دي.