د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خيبر پښتونخوا اوفاټا لپاره په مرستو د يو ايس ايډ انديښنې



ریاض ګل مشال رېډیو اسلام اباد


امريکا وایي چې پاکستان ددوی يو پخوانی اوباوري ملګری دی او په هر کچ به د پاکستان مرسته جاري ساتي

.د امريکايي سفارتخانې وياندې ميرمن کورټني بيلې په خبره امريکا د بنيادي ډهانچې، پلونو، ډېمونو او د اوبه خور د نظام ښه کولو کې د پاکستان مرسته کوي، چې دا شان د معاشي پرمختګ لار پرانستلای شي

.او ددې مقصد لپاره د امریکا مرستندویه اداره ( يو ايس ايډ( د پاکستاني حکومت او غير سرکاري تنظيمونو په لاس په ملينونو ډالرې خرچ کوي.

نوموړې زياتوي چې دې پروژو کښې مقامي خلکو ته د روزګار موقعې هم تر لاسه کيږي چې ورسره نيغ په نيغه ورته فائيده رسي.

کورټني بيلې وویل چې ملاکنډ ډويژن کښې د پوځي آپريشن روستو امريکا د هغه خلکو د بيا ودانۍ، بحالۍ،د کورونو،سکولونو،روغتونونو،سړکونو،تاڼو او پوليسو چوکو جوړولو باندې په لکونه ډالره خرچ کړيدي،او جنګ ځپلي خلک ورځنۍ ژوند ته راوستو او کاروبار بحالۍ لپاره دوی ته نغدې پيسې هم ورکړل شويدي.


خو بلخوا د قبایيلي سيمو سره تعلق لرونکي د پارليمان غړي وایي د دې پروژو نه د سيمې اولس ته هيڅ فایيده نه ده رسيدلې او دا رقم د حکومت جګپوړو، غير سرکاري تنظيمونو، فاټا سيکريټريټ او پوليټکل انتظاميیې جيبونو ته ځي.

د جنوبي وزيرستان سره تعلق لرونکې سينيټرمولوي صالح شاه وایي چې وزيرستان کښې د ترقياتي کار خبره ځکه غلطه ده چې هلته نه خلکو کډه کړيده او نه له بې کوره شويو خلکو سره چا مرسته کړېده.

دغه شان د مهمندو سينيټر حافظ رشيد احمد وایي چې دا ټولې پيسې د پوليټکل ايجنټ په لاس راځي او د پوليټکل ايجنټ نه د خپل حق تپوس خو ډيره لرې خبره د هغه سره ملاقات هم د عام قبایيلي لپاره نا ممکن وي.


په دې اړه د قبائيلي سيمو کار پوه او د فاټا ريسرچ سنټر ډائريکټر ډاکټر اشرف علي وایي چې د يو ايس ايډ لخوا راتلونکې پيسې چې قباییلو ته رسي نو دي کې ۲۰ فيصده هم نه وي پاتې خو ددې نه لا غټه بد مرغي دا ده چې دغه ۲۰ فيصده هم په قبايلو نه خرڅېږي.

د نوموړي وينا وه چې د رقم د صحيح استعمال لپاره ضروري ده چې د څار يو نظام جوړ کړی شي او بله دا چې د هغې سيمې خلکو ته پکې زياته نمایندګي ورکړی شي دا شان به دې کې د غبن او غلا غدو ويره کمه شي.
XS
SM
MD
LG