د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کابل سیتي سېنټر کې ځانمرګي بمي برید دوه تنه ووژل


د کابل دیوه لوی پلورنځي (شابنګ سېنټر)د ځانمرګي بمي برید وروسته تصویر
د کابل دیوه لوی پلورنځي (شابنګ سېنټر)د ځانمرګي بمي برید وروسته تصویر
د افغانستان پولیس وايي د پلازمېنې کابل په یوه کاروباري بازار او د مېلمستونونو په ودانۍ د ځانمرګي برید له کبله دوه امنیتي ساتونکي وژل شوي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند زمری بشري وايي برید کوونکي هغه مهال ځان والوزاوه چې د کابل د سټی سنټر ودانۍ ته یې د ننوتو هڅه کوله او پر وره ولاړو ساتونکیو دی ودراوه.

نوموړی وايي یواځې یوه برید کوونکی راغلی وو. تر دې مخکې داسې رپورټونه ول چې دوه ځانمرګي برید کوونکي راغلي ول او د ډزو اوازونه هم اورېدل شوي ول. د کابل سټي سنټر لویه او نوې ودانۍ ده چې په کې لوی لوی دوکانونه او مېلمستون دی.

سټي سنټر د شهر نو له حاجي یعقوب څلور لارې سره پروت دی. د یادونې وړ ده چې د جنورۍ په اتویشتمه هم د کابل په یوه لوی مارکیټ کې ځانمرګی برید شوی وو چې په کې اته کسان وژل شوي ول.
XS
SM
MD
LG