سرچينه : وال ستريټ جرنال ورځپاڼه
ژباړه : بشير ګواښ
د امريکا څخه خپريدونکې ورځپاڼه وال سټريټ جورنال ليکي چې د مصر د حکومت د چپه کولو لپاره شروع شوي مظاهرو او د خلکو له انقلاب څخه القاعده، ايران او سخت دريځه د ځان په ګټه کار اخيستلی شي چې امريکا يې بايد مخنيوی وکړي.
په وال سټريټ جرنال ورځپاڼه کې کينيټ پولاک ليکي چې اکثره وخت انقلابونه داسې ختم شي چې تمه يې نه کيږي. زياتره يې ناکامه شي او ځينې يې بيا داسې پايلې لري چې موخه يې هغه نه وي.
په مقاله کې راغلي چې په مصر کې د خلکو را پورته شوی انقلاب هم له ختميدو ډير ليری دی او ورسره د امريکا رول هم. ليکوال وايي چې که څه هم اوس نه ښکاري خو د انقلابونو څخه د رامنځته کيدونکو غير متوقع خرابو حالاتو د مخنيوي لپاره بايد امريکا تياره وي.
د ليکوال په وينا امريکا بايد د مصر د پوځ سره د هغوی د مورال په لوړولو او په سختو حالاتو کې د زغم څخه د کار اخيستنې په لړ کې کار وکړي. د مصر پوځ د خلکو او حکومت په منځ کې دی او د مقالې له مخې امريکا دې په خپلې مرستې سره د مصريانو او حکومت لپاره د پوځ د تقسيميدو مخه ونيسي.
ليکوال وايي که د حسني مبارک حکومت ړنګيږي نو سمدستي دې ټولټاکنې نه کيږي ځکه چې په بيړه د انتخاباتو کول ښه نه وي ځکه چې مصر لا د ښو ټاکنو کولو ته تيار نه دی. ليکوال زياتوي چې حسني مبارک تر ديرشو(۳۰ )کلونو پورې په مصر کې سياسي کړنې بندي ساتلي دي او دا به وخت اخلي چې مصريان دې يو نوی آيين جوړ او نوي سياسي ګوندونه رامخې ته کړي.
په مقاله کې راغلي چې په مصر کې سخت دريځه اخوان المسلمين يوازينی منظم ګوند دی او که څه هم اخوان المسلمين القاعده نه دي خو حسني مبارک په دې ګوند پابندي لګولي وه او دا معلومه نه ده چې اخوان المسلمين په ريښتيني توګه څرنګه دی؟
په وال سټريټ جرنال ورځپاڼه کې کينيټ پولاک لیکي که څه هم د القاعده دوهم مشر ايمن الظواهري چې په خټه مصری دی، د پاکستان د غرونو په غارونو کې اوسيږي خو په مصر کې د روانو مظاهرې څخه د ممکنه ګټې اخيستنې په چانس به خوشاله وي. ليکوال زياتوي چې ظواهري ښايي په مصر کې د خپلو ملګرو سره په رابطه کوي چې انقلاب خپل لور ته بوځي.
په مقاله کې راغلي چې ايران هم د حسني مبارک په ممکنه ختميدو خوشاله دی ځکه چې مصر د امريکا ملګری او د ايران سره ښې اړيکې نه لري. د ايران ملايان تل په ګډوډيو کې د خپلو ګټو د لاس ته راوړلو موقعې ته ګوري ځکه چې باور لري په هر امريکا پلوه هيواد کې چې ګډوډي رامنځته کيږي دا د دوی په ګټه ده. په مقاله کې راغلي چې د ايران دغه نيت په لبنان، عراق، افغانستان او بحرين کې د دوی له کړنو څخه ښکاره دی.
د ليکوال په وينا که چيرته له حسني مبارک وروسته ايران پلوه او سخت دريځه حکومت رامنځته شي نو دا ايران او القاعده ته موقع په لاس ورکوي چې په سيمه کې د خپلې خوښې کارونه وکړي.
ليکوال ليکي زياتره وخت انقلابونه د هغه چا په مشرۍ نه ختميږي چا چې پيل کړي وي نو ځکه بايد د مصر د يو ملګري هيواد په توګه امريکا بايد پرينږدي چې د ډيموکراسۍ په نامه شروع شوی انقلاب يرغمل شي او بلې خوا ته په تللو سره د نورو موخو د ترلاسه کولو لپاره وکاريږي.