د لاسرسي ځای

تازه خبر

په تیونس کې د پخواني ولسمشر زین العابدین یوه ډله نیول شوې


د تیونس چارواکي وايي یوه وسله واله ډله يې نیولي چې له واکه د لرې کړل شوي ولسمشر زین العابدین پورې تړاو لري.
چارواکي وايي پر دغې ډلې په تیونس کې د وروستي تاوتریخوالي د پارولو شک کوي.له هغې درې اوونۍ وروسته چې د تیونس پخوانی ولسمشر او د هغه کورنۍ هېواد پرېښود، په تیونس کې امنیتي وضعه ورو ورو ښه کېږي. خو په دې ورستیو کې د تاوتریخوالو په پایله کې د پینځو کسانو تر وژل کېدو وروسته د نظم او قانون د پلي کولو په موخه ځواکونو ته ویل شوي چې په دې ترڅ کې دې مرسته وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG