د لاسرسي ځای

تازه خبر

تصوف څه ته وايي؟


د ۱۳ مې میلادي پېړۍ نامتو صوفي شاعر مولانا جلال الدین رومي (۱۲۰۷ـ۱۲۷۳)
د ۱۳ مې میلادي پېړۍ نامتو صوفي شاعر مولانا جلال الدین رومي (۱۲۰۷ـ۱۲۷۳)
د تاريخ په اوږدو کي د بېلا بېلو مذاهبو خلګو د خپل نفس د پاکوالي او د روح د تسکين او اطمينان لپاره د وضع کړل شوو مذهبی عباداتو سربيره په غوره توګه د خدای پيژندني او د نفس د پاکوالي لپاره د روحاني لارو چارو څخه کار اخستی او له خلګو څخه به يې ليري په تنهايي کي په ورځو شپو د خپل خالق عبادت کاوی.

دغه عمل ته بيا ځينو خلګو د تصوف يا طريقت نوم ورکړی، ځينو عرفان ورته وويلی او ځينو بيا د خپلي پټي ځانګړتيا له کبله د سِريت نوم ورکړی.

که څه هم دتصوف د ټکي په اړه بيلا بيل پوهان بيلا بيل نظرونه لري خو په اصطلاحي توګه ټول پر دې موافق دي چي د تصوف له لاري د نفس تزکيه کيږي او په دې سره انسان خپل خالق او اصل پيژني او هغه ته ځان ور نژدې کوي.

دا چي په اصل کي تصوف څه ته وايي او په لغوي او اصطلاحي توګه څه ماناوي ورکوي؟
په دې پروګرام کي پر همدې موضوع بحث شوی دی. ددخپرونې جوړونکی احمد شاه اعظمي دی
XS
SM
MD
LG