د لاسرسي ځای

تازه خبر

د قبایلي سیمو د خېرښېګړې لپاره سیاست ته راغلې : مهراالنسا اپرېدۍ


د پاکیستان پیپلز ګوند د قامي اسمبلۍ غړې مهراالنسا اپرېدۍ وايي سیاست ته ځکه راغلې چې به قبایلي سیمو کې د عامو خلکو او په تېره د ښځو د خېرښېګړې لپاره کار وکړي.دا وايي په خپل سیاسي ژوند کې یې ډېرې هلې ځلې کړې او په دې ترڅ کې یې د پخواني پوځي ولسمشر په واکمنۍ کې څه باندې دونیم کاله جیل هم تېرکړی دی. مهراالنسا اپرېدۍ د خپل ژوند کیسه له مشال رېډیو سره شریکه کړې.
ددې ترڅنګ د پلوشې په دغه اونیزپروګرام کې د پښتوسندرغاړې عروج مهمند سره هم مرکه لرو چې مشال رېډیو ته یې ویلي،دا یې مېډیا سره وروستی مرکه ځکه ددې په خبره نور د شوبیز نړۍ ته مخه ښه وايي.عروج مهمند د خپل نامه غوندې د خپل عروج په وخت کې د سندرو نړۍ د تل لپاره پرې اېښې چې ډېرزیات مېنوال لري.د عروج مهمند سره مرکه لرو.چې د خپل ژوند خواږه ترخه یې راته بیان کړي دي.
ددې اونیز پروګرام جوړونکې فرخنده وزیر ده.دا پروګرام هره اونۍ د شورو او زیارت په ورځ د مشال رېډیو په خپرونو کې اورېدلای شی.
XS
SM
MD
LG