د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سوډان د پيوستون یا بېلتون برخلیک ډېر ژر جوتېدونکی دی


د سوډان جنوبي برخې مشر سیلوا کیر په باجوبا کې د ووټونو یوه مرکز کې د ۲۰۱۱م کال د جنورۍ پر ۹ نېټه خپل ووټ اچوي
د سوډان جنوبي برخې مشر سیلوا کیر په باجوبا کې د ووټونو یوه مرکز کې د ۲۰۱۱م کال د جنورۍ پر ۹ نېټه خپل ووټ اچوي
ژباړه: ملیحه امیرزاده

د سوډان جنوبې برخې په ټولپوښتنه کې ۹۹ فیصده خلکو د جلا کیدو په حق کې ووټ اچولی دی . د جنوبي سوډان د ټولپوښتنې کمیشن دا نتیجه څرګنده کړې چې تقریبا ټولو خلکو د دې افریقایی هیواد د بیلتون په حق کې خپله رایی اچولې ده. د ووټونو ۸۳ فییصده نتیجې د یو بل سره پرتله شوي دي. دا عمل به د جنورۍ د میاشت په آخره کې سر ته ورسیږي. او پایلې به د فرورۍ میاشت په نیمایی کې اعلان شي. خو د اچول شوو ووټونو شمیره ښایی، چې څه نا څه ۶۰ فیصده رایی اچونکو پکې ګډون کړې او د بیلیدلو لپاره دومره شمیر ووټونه کافي دي.

د جنورۍ په نهمه نېټه پیل شوې دغه ټولپښتنه یا ریفرېنډم د شمالي او جنوبي سوډان تر مینځ د لسیزو راهیسې د شروع جنګ ختمولو لپاره دسولې د تړون نتیجه وه چې په ۲۰۰۵م کال کې مینځ ته راغلی وو. په شمالي برخه کې مسلمانان او په جنوب کې زیاتره عیسایان مېشت دي چې له یو بل سره په جګړه ښکیل وو.

د شمال او د جنوب تر مینځ د ۲۲ و کلونو په دې کورني جنګ کې د جنوبي برخې د دوه ؤ ملیونو نو نه زیات خلک وژل شوي وو او ډیر پکې بې کوره شوي هم وو. دې جنګ ته د مذهبي او نسلي ویش له وجې نوره هم هوا ورکړل شوې وه. د دې سر بیره د تیلو په سر هم جګړه وه چې په جنوبي برخې کې یی زیاتې زیرمي دي،

د جنورۍ پر لسمه نېته د سوډان جنوب د باجوبا پوهنتون مخ ته ښځې د ووټونو اچولو لپاره انتظار کوي


د سویلي برخې د سر ښار جوبا د خلکو په خبره دې ووټونه ته د خپلې آذادۍ په توګه ګوري.
یو رایی اچونکي ایمینول کیري وایی چې د ووټ اچولو لپاره یی په هغه ورځ له سهار داسې انتظار کولی چې د غلامۍ پر ضد خپله رایی استعمال کړي.

دی وايي ، ’’ زه په شپه کې نه ووم ویده شوې. زه د رایی اچولو لپاره ۳ بجې راغلم او اومې لیدل چې هلته خلک د ۱۲ بجو نه ورغلي وو. او زه د ووټ اچولو لپاره راغلی یم، چې د بېلتون په حق کې ووټ واچوم. زه د یو غلام غوندې یم ، خو نن د دې ووټ ورکولو وروسته به بیا غلامۍ ته غاړه نه کیدم٬٬

په شمالي برخې کې د خلکو د تعلیم د کمي له وجې ډیرو رایی اچونکو د ووټ ورکولو لپاره د لاسونو د اشارو استعمال وکړ. یو لاس د خپلواکۍ لپاره اوبند جوړه لاسونه د یو ځایی اوسیدلو لپاره اشاره وه.

په جوبا کې چارواکو خلکو ته ویلي دي، چې د نتیجې نه مخکې دې خوشحالي نه لمانځي. د دې نه پرته یی هم په جنوب کې د خلکو دښمني پارولو نه خلک منع کړي دي. که څه هم د دې ریفرینډم نه مخکې د سوډان صدر عمر البشیر او د هغه ګوند د ممکنه شخړې د ارامولو لپاره دا ویلي وو، چې د ووټونو نتیجې ه به مني. خو دا یی ویلي دي ، چې یو خپلواکه جنوب به ثبات و نلري.

که دا لومړڼۍ نتیجه تصدیق شي نو داسې تمه کیږي چې د جولایی په میاشت کې به جنوب په رسمي توګه خپله خپلواکي اعلان کړي. خو بیا به هم د شمال او د جنوب تر مینځ ځینې لانجې هوارول غواړي. چې پکې د پولې حدود ټاکل راځي. ځکه جنوبي برخه ډیر تیل لري. چې یوه قیمتي اثاثه ده. د دې سره سره کیداي شی د ابایی په سیمه باندې واک لرل هم د لانجې وجه وي.

د دې ریفرینډم د پیلیدلو پر مهال د شمال او جنوب د قبایلو تر مینځ په شخړو کې د ډیرو کسانو د وژل کیدو ادعا شوې . ځکه خو د دې سیمې ووټونه ځنډول شوي دي . په راتلونکې کې به جنوبي برخه د ډیرو چیلنجونو سره مخامخ وي. دغه نوې جوړیدونکې هیواد چې په رقبه کې د فرانس هومره دې ،یواځې لږ پاخه سړکونه لري.
XS
SM
MD
LG