د لاسرسي ځای

تازه خبر

کرزي ته ویل شوي له امريکا لاس واخله



وال سټریټ ژورنال دافغان چارواکو په حواله لیکي پاکستان هڅه کوي چې دافغانستان ولس مشر حامد کرزی دې ته اماده کړي چې دامریکا پرځای د پاکستان او چین سره اوږدمهاله ستراتیژیکي اړیکې جوړې کړي، چې دطالبانو سره دسولې تړون وشي او دافغانستان اقتصاد بیا ورغول شي.

وال سټریټ ژورنال زیاتوي د اپریل په شپاړسمه داپرمخ تګ هغه مهال وشو چې د پاکستان وزیر اعظم یوسف رضا ګیلاني په کابل کې ډیر په څرګند ډول ولس مشر کرزي ته وویل چې امریکا دواړو لپاره د ماتې سبب ګرځیدلې .ژورنال لیکي داخبره ورته هغو کسانو کړې چې ددواړو لوړ پوړو مشرانو ترمنځ د ملاقات پرمهال موجود وو. ددغوکسانو په وینا ګیلاني وویل کرزی باید په افغانستان کې په ستراتیژیک ډول دامریکا پاتې کیدل هیر کړي.

ورځ پاڼه زیاتوي په داسې حال کې چې افغانستان کې دامریکا د لس کلنې جګړې دپای شیبې نږدې شوي ، دپاکستان دادعوت په ډاګه کوي چې داسلام اباد او واشنګټن ترمنځ خړپړتیا دواړه لوري دې ته اړ کړي چې دخپلې زاویې نه ددې لوبې پای وټاکي.

وال سټریټ ژورنال داهم لیکلي په داسې حال کې چې امریکا په دوه زره څوارلسم کال کې دافغانستان نه د خپلو ځواکونو دویستلو لړۍ پیلوي ، دافغانستان ګاونډي هیوادونه چې پاکستان ، ایران ، هندوستان او روسیه پکې شامل دي په دغه هیواد کې دامریکا د وتلو نه پس د خپل نفوس د زیاتولو لپاره منډې پیل کړي دي.

په دې لړ کې پاکستان په افغانستان کې ځکه برلاسی حالت لري چې د افغان طالبانو د خوزښت په رامنځ ته کولو او د طالبانو په روزلو کې یې ونډه اخیستې او لاهم دهغوی ملاتړ کوي او د امریکا او پاکستان ترمنځ اړیکې په ظاهره ټیټې کچې ته رسیدلي دي.

یو پاکستاني چارواکي چې نوم یې نه دی اخیستل شوی ورځ پاڼې ته ویلي پاکستان یوازې د خپلو ګټو ساتندویه دی ، دوی د ځان د ژغورلو لپاره د امریکا یا دبل چا ملاتړ نه غواړي ، که امریکا ځي لاړه دې شي.

د کرزي د هم خیالو خلکو په وینا هغه اوس د پاکستان ددې وړاندیز نه پس داضطراب په حالت کې دی ، او دارګ په ماڼۍ کې دامریکا مخالف او پلوي خلک هڅه کوي چې هغه خپل لوري ته راکوږ کړي.

وال سټریټ ژورنال وايي یو امریکايي پلوه افغان چارواکي دوی ته ویلي دوی د اپریل د شپاړسمې نیټې داخبره ځکه دباندې راوویستله چې امریکا دخپلو ستراتیژیکو اړیکو د خوندي توب لپاره بیداره شي ، ځکه څومره چې امریکا د ځنډ نه کارواخلي پاکستان به فرصت ترلاسه کړي چې خپلې ګټې خوندي کړي.

خو بل پلو د ولس مشر کرزي ویاند وحیدعمر ویلي دوی نه پاکستان داسې کومه غوښتنه نه ده کړې او که ویې هم کړي نو دوی به یې هیڅ کله ونه مني.

ورځ پاڼه لیکي ځینو امریکايي چارواکو دوی ته ویلي دوی د ګیلاني د وړاندیزونو نه خبر دي او دا د افغانستان د ارزښت د معلومولو په مانا ګڼي خو دایوه خیالي خبره ده چې ګیني چین به په افغانستان کې یو مخ کښ رول ولوبوي.

همدارنګه ځینو افغان چارواکو وال سټریټ ژورنال ته ویلي د اپریل له شپاړسمې وروسته په افغانستان کې د امریکايي او نړیوالو ځواکونو قوماندان جنرال ډیویډ پیټریوس درې وارې د ولس مشر حامد کرزي سره کتلي چې هغه ته دا باور ورکړي امریکا اوس هم د هغه ترشا ولاړه ده .

ورځ پاڼه وړاندې لیکي ځیني امریکايي چارواکي په دې ډاریږي چې په دوه زره څوارلسم کال کې دافغانستان نه ددوی د ځواکونو له وتلو وروسته به دا هیواد اسلامي ملیشه وو ځاله وګرځي او د غرب خلاف به د بریدونو پلانونه جوړ کړي.

وال سټریټ ژورنال په دې اړه د پاکستان د وزیر اعظم ددفتر د نظر د معلومولو هڅه کړې خو هغوی ورته ځواب نه دی ویلي هم دارنګه د پاکستان د استخباراتو یو مامور بیا دوی ته ویلي په افغانستان کې پاکستان باید له پامه ونه غورزول شي ، دده په وینا دوی ولس مشر کرزي ته ویلي دبهرنیو ځواکونو د وتلو نه پس به دوی د افغانستان په اړه دهغه د ټولو پریکړو ننګه وکړي .

ورځ پاڼه په اخره کې لیکي ددې برڅیره چې پاکستان دامریکا اتحادي دی خو په افغانستان کې د خپلو ګټو لپاره کارکوي او په کابل کې یو داسې حکومت رامنځ ته کول غواړي چې د هندوستان سره یې اړیکې تودې نه وي ، همدارنګه ځیني پاکستاني چارواکي په دې اند دي چې دافغانستان مسئله طالبان نه بلکه افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو شتون دی.
XS
SM
MD
LG