د لاسرسي ځای

تازه خبر

ډانلډ ټرمپ د ولسمشریزو انتخاباتو د ځنډولو غوښتنه کړې


ټرمپ وايي امکان دی چې د ډاک له لارې په رایې کارولو کې درغلي وشي
ټرمپ وايي امکان دی چې د ډاک له لارې په رایې کارولو کې درغلي وشي

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ په نومبر کې د کېدونکو ولسمشریزو انتخاباتو د ځنډولو غوښتنه کړې.

د ډېموکراټ ګوند غړو د نوموړي پر دې وړاندیز اندېښنه ښوولې.

ولسمشر ډانلډ ټرمپ د جولای پر ۳۰مه وویل چې د ټاکنو د ځنډولو غوښتنه د دې لپاره کوي چې په باور یې کېدای شي د پوستې (ډاک) له لارې د ووټونو په اچولو کې "ډېرې درغلۍ" وشي.

په امریکا کې د کورونا وایرس وبا خپرېدو له کبله ډېریو چارواکو وړاندیز کړی چې ولسمشریزو انتخاباتو کې دې خلک د پوست یا ډاکخانو له لارې رایې وکاروي.

ټرمپ د جولای پر ۳۰مه پر ټوېټر ولیکل، د امریکا په اوسني ټاکنیز نظام کې د درغلۍ امکانات زیات دي.

د ولسمشر ټرمپ ټویټ

امریکايي ولسمشر ویلي، د پوستې له لارې د رایو له کارونې سره به د ۲۰۲۰ز کال ټاکنې په تاریخ کې غیر دقیق او له درغلیو ډکې وي چې امریکا ته به لوی شرم وي.

ټرمپ په دې ټویټ کې زیاته کړې، انتخابات دې تر هغو وځنډېږي چې خلک په مناسبه او خوندي توګه ووټونو کارولو ته چمتو شي.

د امریکا په ټاکنو کې د ځنډ پرېکړه یوازې کانګرس کولای شي، خپله ولسمشر دا واک نه لري.

د امریکا راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې د نومبر میاشتې درېیمې نېټې ته پلان شوي.

په امریکا کې د کورونا وایرس پېښو او له دې کبله د مړینې له زیاتوالي سره خلک د دې غوښتونکي دي چې ورته دې د ډاکخانو په ذریعه د رایې ورکونې زمینه برابره شي.

د امریکا لوی څارنوال ویلییم بار هم څو ورځې وړاندې د استازو جرګې یوې غونډې ته ویلي ول چې د پوست له لارې ووټونه اچول لوی خطر لري او ممکن درغلۍ هم پکې وشي.

خو اسوشیېټېد پریس اژانس ویلي، تراوسه داسې دلایل نه دي وړاندې شوي چې وښيي، هغو ایالتونو کې پراخ فساد شوی چې پخوا پکې د ډاک له لارې رایې اچول شوي دي.

د امریکا په استازو جرګه کې د ډېموکراتانو اکثریت دی او داسې نه بریښي چې د انتخاباتو د ځنډ قانوني مسوده تایید کړي.

په امریکا کې تر دې مخکې هېڅکله، ان د کورنیو جګړو پر مهال، د انتخاباتو نېټه نه ده ځنډېدلې.

د ډېموکراټانو له ډلې څخه د ولسمشرۍ څوکۍ ته احتمالي نوماند جو بایډن د ولسمشر ټرمپ پر وړاندیز اندېښنه ښوولې.

رویټرز خبري اژانس ویلي، جو بایډن په ټاکنو کې د ډانلډ ټرمپ د مداخلې مخنیوي ته تدابیر نیولي دي.

وروستیو نظر پوښتنو ښودلې چې ډانلډ ټرمپ د امریکا په اکثرو ایالتونو، ان په هغو کې هم چې تېر ځل پکې په اسانۍ بریالی شوی وو، اوس له جو بایډنه شاته دی.

په امریکا کې د انتخاباتو د ځنډ بحث پر داسې مهال تود شوی چې هلته د جولای تر ۳۱مې پورې د کورونا وایرس شاوخوا پېنځه میلیونه رسمي مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د امریکا جانز هاپکېنز پوهنتون ځانګړې ووبپاڼه وايي، په هغه هېواد کې تر اوسه کووېډ-۱۹ ناروغۍ تر یو نیم لاک زیات کسان وژلي خو تر ۱۴ لاکه زیات ورڅخه جوړ شوي هم دي.

تر امریکا وروسته د کورونا وایرس تر ټولو زیاتې پېښې په برازیل او ورپسې په هند کې ثبت شوې دي.

راپور: اسدالله لودین

د فېسبوک تبصرې

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG