د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنوبي وزیرستان کې د غواګانو یوه ناروغي خپره شوې


په جنوبي وزیرستان کې د ناروغۍ ښکار یوې غوا څرمن غوټه، غوټه شوې - د مې میاشت انځور.
په جنوبي وزیرستان کې د ناروغۍ ښکار یوې غوا څرمن غوټه، غوټه شوې - د مې میاشت انځور.

په جنوبي وزیرستان کې په غواګانو کې د څرمنې یوه ناروغي خپره شوې ده چې له امله یې یوشمېر څاروي مړه شوي دي.

دا خبره په لومړي ځل مشال راډیو ته د جنوبي وزیرستان یوه اوسېدونکي صبرناک دوتاڼي د مې پر ۱۴مه په سلام پښتونخوا خپرونه کې وکړه. ده وویل چې مشال رېډيو دې د ځايي ولس دې ستونزې ته د چارواکو پام ورواړوي. "دلته په غواګانو کې یوه ناروغي راغلې ده. د جنوبي وزیرستان په ګل کڅ سیمه کې ۱۵، ۱۶ غواګانې له دې بیمارۍ مړې شوی دي. ځايي اوسېدونکو احتجاج وکړ. بیا د جنوبي وزیرستان د حیواناتو ډاکتر سیمې ته راغی. هغه غواګانې له نېږدې ولیدلې او و یې ویل چې ټول ځایي خلک دې له بیمارۍ خبر اوسي. دغه ناروغي له کراچۍ ښاره راغلې ده. اوس خلک خپل غوایان واکسینوي."

خو چارواکي دا نه مني چې ګواکې شاوخوا ۱۵ غواګانې له ناروغۍ مړې شوې دي بلکې وايي، یوازې درې څاروي مړه شوي دي.

ډاکتران وايي، دې ناروغۍ ته په طبي اصطلاح کې لمپي سکېن ډېزیز (د غوټو لرونکو یا لړمي څرمنې ناروغي) ویل کېږي چې پکې د غواګانو څرمن غوټې، غوټې کېږي یا په بله معنا، یو ډول دانې ورباندې راخېژي. دوی وايي، دا ناروغي اول د روان کال په فبرورۍ کې په سیند صوبه کې رپورټ شوې وه. وروسته په پنجاب، بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې هم په غواګانو کې د دې ناروغۍ پېښې ثبت شوې.

د جنوبي وزیرستان د څارویو د ناروغیو ملکي روغتون (سېول وېټرنري هسپتال) یو چارواکي ډاکتر شعېب عالم مسید د جون پر لومړۍ نېټه مشال رېډیو ته وویل د څرمنې دا ناروغي "موثر علاج نه لري" خو یوازې غواګانې او غوایان واکسینېدای شي.

نوموړي وویل، د جنوبي وزیرستان په یوشمېر سیمو کې د ناروغۍ پېښې ثبت شوې چې ورسره سمدستي دوی د غواګانو علاج پیل کړ. "د مې پر اتمه موږ ته اولنی کېس رپورټ شو. اوس د [مې تر ۳۱مې] پورې موږ ته ۶۱ کېسونه رپورټ شوي دي. په دې کې ۲۲ [څاروي] بیخي صحتیاب شوي دي. د ۳۶ هغو علاج روان دی. درې [څاروي] مړه شوي دي."

ډاکتر مسید وايي، د ناروغۍ پېښې په واڼه، ګل کڅ، زرمېلن، مغل خېلو، اشرف خېلو، کړي کوټ او چن بابا سیمو کې هم ثبت شوې دي.

ډاکتران وايي د لمپي سکېن په نوم ناروغي د غواګانو او مېښو ناروغي ده چې انسانانو یا نورو څارویو ته نه خپرېږي - پخوانی انځور.
ډاکتران وايي د لمپي سکېن په نوم ناروغي د غواګانو او مېښو ناروغي ده چې انسانانو یا نورو څارویو ته نه خپرېږي - پخوانی انځور.

لمپي سکېن ډېزیز څه ډول ناروغي ده؟

د شعېب مسید په خبره، په دې ناروغۍ کې د "مړینې شرح له ۵ څخه تر ۱۰ فیصده" پورې ده خو که د څاروي درملنه وشي نو تر "۱۰ ورځو پورې" رغېږي.

د جنوبي وزیرستان د څاریو سرکاري ډاکتر وايي، دوی ناروغه غواګانو ته د وایرسونو او بیکټېریا او همداراز، پړسوب ضد دواګانې ورکوي.

ډاکتر شعېب مسید وايي، دا ناروغي انسانانو یا نورو څارویو یا ځناورو ته نه خپرېږي بلکې یوازې د غواګانو او مېښو ناروغي ده. "لمپي سکېن ډېزیز یوازې د غواګانو او د مېښو بیماري ده. دا له یو خاص قسم وایرسه خپرېږي. علامات یې دا دي چې د غواګانو پر څرمن دانې راخېژي. پر سر یې هم دانې راخېژي او په شا یې هم وي. له دانو سره په غواګانو کې تبه هم زیاته وي چې له ۱۰۴ څخه تر ۱۰۶ درجې فارنهایټ [پورې وي]."

دی وايي، د ناروغۍ له وجې د غواګانو شیدې (پۍ) کمې شي خو په خبره یې، نورو څارویو لکه پسونو (ګډو) او بزو ته نه خپرېږي.

ډاکتر شعېب مسید وايي، د لړمي یا غوټې لرونکې څرمنې ناروغۍ وایرس غواګانو ته له یو خاص ډول کوني (وراسکې) انتقالېږي او بیا یې ناروغه کوي.

د ناروغه غواګانو شمېر په زیاتېدو دی

د جنوبي وزیرستان یو ځايي مشر ایاز وزیر د جون پر لومړۍ نېټه مشال رېډيو ته وویل ناروغي په تېزۍ د خپرېدو په حال کې ده او یوشمېر څاروي ورڅخه مړه شوي دي. دی وايي، سلګونه غواګانې د ناروغۍ له خطر سره مخامخ دي.

وزیر تور پورې کړ چې په ځايي هسپتال کې د واکسینو بندوبست نشته. "زموږ خلک خو دومره مالداره نه دي. له چا سره په کور کې دوه یا له چا سره درې غواګانې دي. څوک یې شیدې خرڅوي. بل مصیبت دا دی چې دا بیماري په ډېره تېزۍ [د خپرېدو په حال کې ده]. زموږ چې د لایو سټاک (مالونو او څارویو) په هسپتال کې نه واکسین شته نه دواګانې. سهار زموږ ملګري هلته تللي ول، [چارواکو] ویل چې په دوه، درې ورځو کې به راشي."

وزیر دعوه کوي چې خلکو خپل مړه څاروي په کندو کې غورځولي دي.

خو د جنوبي وزیرستان د څارویو روغتون ډاکتر شعېب مسید وايي، په ضلع کې یې د غواګانو واکسینول پیل کړي دي. ده وویل، تر اوسه یې تر ۸۰۰ زیاتې غواګانې، غوایان او سخوندر واکسین کړي دي او د نورو د واکسینولو انتظام هم شوی دی.

دی همداراز وايي، د ضلعې په ټولو روغتونونو کې د کوني (وراسکې) وژلو سپرې (دوا) هم وړیا ورکول کېږي.

ډاکتر شعېب مسید زیاتوي چې د لمپي سکېن ډېزیز ناروغۍ ښکار غواګانو او مېښو شیدې او غوښه استعمالېدای شي او د انسانانو صحت ته تاوان نه رسوي.

XS
SM
MD
LG