د لاسرسي ځای

تازه خبر

د لبنان ټول حکومت استعفا ورکړه


د لبنان وزیراعظم حسن دیاب د دې هېواد ولسمشر ته خپل استعفی لیک سپارلو پرمهال.
د لبنان وزیراعظم حسن دیاب د دې هېواد ولسمشر ته خپل استعفی لیک سپارلو پرمهال.

د لبنان وزيراعظم حسن دیاب د ده د کابینې د دریو نورو وزیرانو له استعفا وروسته په یوه ټېليویژني وینا کې وویل چې دی او کابینه یې ځکه استعفا کوي تر څو وکولای شي له خپلو خلکو سره ودریږي او یو ځای د بدلون لپاره مبارزه وکړي.

نوموړي زیاته کړه، دی اوس دې نتیجې ته رسېدلی چې په لبنان کې ردغلي تر هېواد ډېر لویه ده. هغه وویل: "موږ غواړو د خلکو د ژغورني لپاره دروازې پرانېزو څو د لبنان اوسېدونکي برخه ولري او له همدې کبله نن د حکومت استعفی اعلانوم."

دا اقدام وروسته له هغه اخيستل شوی چې د اګست پر څلورمه د لبنان د پلازمېنې بیروت په بندر کې لویو چاودنو لږ تر لږه ۱۶۰ کسان ووژل او شاوخوا ۶۰۰۰ نور یې ټپیان کړل.

په بیروت کې چاودنو ګڼې ودانۍ ړنګې کړي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:04 0:00

د اګست د څلورمې نېټې تر خونړیو چاودنو وروسته چې د بیروت په بندر کې وشوه، په دې هېواد کې د حکومت پرضد د خلکو پراخ اعتراضونه پیل شول. په هغو چاودنو کې چې د بیروت ښار ډېره برخه یې ویجاړه کړه، لږ تر لږه ۱۶۰ کسان ووژل شول او څه باندې ۶۰۰۰ کسان ټپیان شول. همداراز نژدې ۳۰۰ زره نور کسان بې کوره شول.

د رسنيوو ترمخه نېژدې درې زره ټنه امونیم نایتریت چې له ۲۰۱۳ز کال راهیسې په یوه ډیپو کې په ناخوندي ډول ساتل کېدل، د اور لګېدنې له کبله وچاودېدل. د دې چاودنې مالي زیان له ۱۰ تر ۱۵ بیلبونو ډالرو اټکل شوي دي.

په لبنان کې د اګست د څلورمې تر چاودنې مخکې هم مظاهرې شوې وي او خلکو حکومت به درغليوو تورناوه

د لبنان ډېری خلک، سیاسي مشران تورنوي چې د څو لسیزو راهیسې واکمن دي خو د غفلت په نتیجه کې یې خلک قرباني ورکوي.

په تېرو دریو ورځو کې اعتراضونه پراخ وو او خلکو شعار ورکاوه چې حکومت فاسد دی او باید حساب ورکړي. وزیراعظم حسن دیاب د حکومت د استعفی د اعلان پر مهال وویل چې دوی له هغو کسانو چې د بیروت په ډیپو کې یې د چاودېدونکو توکو په ساتلو کې غفلت کړی، حساب غواړي.

تمه ده اوس په لبنان کې بېړني انتخابات وشي. لسګونه کسان د پراخو اعتراضونو پرمهال د پولیسو لخوا په ربړي ګولیو ټپیان شوي دي. په لبنان کې د تېرو دریو ورځو مظاهرې د تېرکال د اکتوبر راهیسې تر ټولو پراخ اعتراضونه وو. هغه مهال زرګونه کسان د ادارې فساد او د حکومت د ناسم مدیریت له کبله د څو اونیو لپاره د بیروت لارو کوڅو ته راووتل.

د لبنان اوسېدونکي: موږ نور هېڅ نشو محسوسولای
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:48 0:00

د فېسبوک تبصرې

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG