د لاسرسي ځای

تازه خبر

د عثمان خان کاکړ تر مړینې وروسته د سیاست پاڼه اړوو: اڅکزی


د عثمان خان کاکړ تر مړینې وروسته د سیاست پاڼه اړوو: اڅکزی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:58 0:00

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي ویلي دي چې د ګوند مخکښ سیاستوال او پخواني سېنېټر عثمان خان کاکړ تر مړینې وروسته د سیاست پاڼه اړول اړین دي. نوموړي د اګست پر اوومه په کوټه کې د کاکړ د مړینې پر ضد د ګوند وروستۍ احتجاجي جلسې ته په وینا کې پر دې موضوع نور څه و نه ویل خو زیاته یې کړه چې د سیاست د بدلون څرنګوالی یې د ګوند ذمه واري ده. کاکړ په جون کې په کور کې بې هوښه موندل شوی وو او د هم هغې میاشت پر ۲۱مه ومړ. د نوموړي کورنۍ او ګوند وايي چې کاکړ وژل شوی. بلوچستان های کورټ د صوبايي حکومت تر اعلان وروسته د نوموړي د مړینې پلټنو لپاره عدالتي کمېشن جوړ کړی. ویډیويي رپورټ.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG