د لاسرسي ځای

تازه خبر

روسیې د اوکراین پر یوشمېر ښارونو بریدونه کړي دي


اوکرایني پوځیان په خېرسون کې له هېلېکاپټره د روسیو ځواکونو پر مورچو بمباري کوي - د جنورۍ اتمې انځور.
اوکرایني پوځیان په خېرسون کې له هېلېکاپټره د روسیو ځواکونو پر مورچو بمباري کوي - د جنورۍ اتمې انځور.

روسیې د راسخ العقیده یا اورتوډوکس عیسویانو تر اختر (کرېسمس) یوه ورځ وروسته پر اوکراین د توغندیو نوي بریدونه پیل کړي دي او ورسره په دونباس سیمه کې ځمکنۍ جګړه هم شدیده شوې ده.

د روسیې او اوکراین په ګډون د ختیزې اروپا زیاتره وګړي اورتوډوکس عیسویان دي چې د جنورۍ پر اوومه کرېسمس لمانځي.

د اوکراین پر ښارونو کې د روسیې بریدونه د جنورۍ پر اتمه نیمه شپه پیل شول.

اوکرایني چارواکي وايي، د جنورۍ پر اتمه روسیو ځواکونو پر یوشمېر ځایونو ډزې وکړې چې پکې زپورېژیا ښار، د دنیپروپېتروفسک سیمې کلي او په دونباس کې کراماتورسک او کوستیانتېنیفکا سیمې شاملې دي.

چارواکي وايي، په حملو کې یوشمېر کسان وژل شوي دي.

د اوکراین په جنوب کې د خېرسون پوځي ګورنر یا والي پر مسکو تور پورې کړی دی چې د ښار په یوه برخه کې یې په بمبارۍ کې اورلګوونکې وسلې کارولې دي.

په همدې حال کې د اوکراین د دفاع وزارت مرستیالې هانا ملیار ویلي دي چې په دونېڅک کې د پوځیانو ترمینځ شدیده جګړه روانه ده.

د اوکراین دونباس سیمه له دونېڅک او لوهانسکه جوړه ده چې روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین د ۲۰۲۲ز کال په مني کې له خپل هېواد سره وتړل.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG