د لاسرسي ځای

تازه خبر

حامد مير وايي جيو ټېلېوېژن د خپرونې له کوربه توبه ليرې کړی


حامد میر وايي، د جیو ټېلېوېژن مشرتابه ورته وویل چې د خپلې وینا په اړه سپیناوی وکړي - د ارشیف انځور
حامد میر وايي، د جیو ټېلېوېژن مشرتابه ورته وویل چې د خپلې وینا په اړه سپیناوی وکړي - د ارشیف انځور

د پاکستان یو نومیالی خبریال حامد میر وايي، جیو نیوز ټېلېوېژن د روانو چارو خپرونې له کوربه توب لیرې کړی دی. نوموړي د مې پر ۳۱مه مشال راډیو ته وویل چې د ټېلېوېژن انتظامیې د اتوار پر ورځ خبر کړ چې نور به د "کیپېټل ټاک" په نوم خپرونه نه کوي او د ده پر ځای به یې بل خبریال کوربه وي.

د پاکستان شخصي جیو نیوز ټېلېوېژن لا رسماً پر دې موضوع څه نه دي ویلي.

دا تر هغې وروسته ده چې میر د مې پر ۲۹مه په اسلام اباد کې پر یوه خبریال د برید پر ضد د مظاهرې پر وخت په وینا کې د پاکستان پر اېسټیبلېشمنټ او استخباراتي ادارو نیوکې وکړې.

پر ټولنیزو شبکو په ویډیوګانو کې ښکاري چې میر تور پورې کوي چې استخباراتي اداره ای اېس ای پر اسد علي طور په برید کې ککړه ده.

د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو چارو وزارت د مې پر ۳۰مه په یوه بیان کې وویل چې ای اېس ای په "سپینه" پر طور په حملې کې د ککړتیا تورونه ردوي.

پر اسد علي طور وسله وال برید په کور کې شوی وو - د ۲۰۲۱ز د مې ۲۶مې انځور.
پر اسد علي طور وسله وال برید په کور کې شوی وو - د ۲۰۲۱ز د مې ۲۶مې انځور.

میر وايي، د جیو ټېلېوېژن مشرتابه ورته وویل چې د خپلې وینا په اړه سپیناوی وکړي: "د جمعې پر ورځ مې چې وینا وکړه نو راته یې وویل چې وضاحت وکړه چې اشاره دې پوځيانو ته نه بلکې سیاستوالانو ته وه. ما ورته وویل چې د دې تر ټولو غوره لار دا ده چې پر اسد طور بریدکوونکي ګرفتار کړئ او عدالت ته یې وړاندې کړئ؛ که هغوی وویل چې له ای اېس ای سره تړاو نه لري، نو زه به بښنه وغواړم."

میر وايي، ځینو سیاستوالانو هم ورڅخه ورته غوښتنه کړې وه خو ده د "هېچا خبره وا نه ورېده" او ورته یې وویل چې له "هېچا سره شخصي لانجه نه لري او د هېچا نوم یې هم نه دی" اخیستی.

د مې پر ۲۵مه شپې ناوخته درې وسله وال په اسلام اباد کې د طور کور ته ننوتي ول او هغه یې وهلی وو.

طور تر دې پېښې وروسته له روغتونه په ژوبل حالت کې په ویډيو کې ویلي ول چې وسله والو په بیا بیا ورڅخه غوښتل د خپل تمویل سرچینې په ډاګه کړي.

طور د پاکستان امنیتي ادارو له منتقدو خبریالانو او بلاګرانو یو بلل کېږي او پروسږکال هم ورباندې د پوځ د بدنامولو په تور مقدمه شوې وه، خو دی پر ځان لګېدلي الزامونه ردوي.

د جیو ټېلېوېژن مشرتابه راته وویل چې وضاحت وکړه چې اشاره دې پوځيانو ته نه بلکې سیاستوالانو ته وه.
حامد مير

پر نوموړي تر حملې وروسته د پاکستان لسګونه خبریالانو د مې پر ۲۹مه په اسلام اباد کې مظاهره وکړه چې ورته د حامد میر په ګډون یو شمېر نورو خبریالانو ویناګانې وکړې.

د حامد میر تر وینا یوه ورځ وروسته د اطلاعاتو او خپرونو چارو وزارت په بیان کې وویل چې ای اېس ای پر طور د برید په پلټنو کې د همکارۍ ډاډ ورکړی.

د پاکستان د انګرېزۍ ژبې ډان ورځپاڼه وايي، په بیان کې راغلي چې "ای اېس ای باوري ده" چې د اسد علي طور د رهایشي ودانۍ دننه د "کیمرو له انځورونو څخه د بریدګرو پېژندګلوي کېدای شي نو پلټنې دې وشي" او په حمله کې "د ککړو کسانو ضد دې سخت اقدام وشي."

د پاکستان د بشري حقونو چارو وزیرې شیرین مزارۍ پر اسد طور د برید غندنه کړې وه او ویلي یې ول چې د کیمرو ویډیوګانې له پولیسو سره دي. د اطلاعاتو وزیر فواد چودري هم ویلي ول چې حکومت پولیسو ته د پلټنو او ککړو کسانو د نیولو امر کړی.

د خبریالانو د حقونو کورني او نړیوال سازمانونه په وروستیو کې په پاکستان کې پر خبریالانو زیاتېدونکو حملو اندېښمن کړي دي.

په پاکستان کې د فريډم نېټورک په نامه د رسنيو د حقونو ادارې مشر اقبال خټک د اپرېل پر ۳۰مه مشال رېډيو ته وويل چې د ۲۰۲۰ز کال له اپرېل راهیسې په پاکستان کې پر خبریالانو د تشدد ۱۴۸ پېښې ثبت شوي چې پکې د بېلا بېلو تورونو په سر د رسنیو د کارکوونکو بندي کول هم شامل دي.

خو د پاکستان حکومت وايي، د خبریالانو خوندیتوب او د رسنیو ازادۍ ته ژمن دی.

حکومت وايي، د مې پر ۲۱مه یې د خبريالانو د خونديتوب مسوده قامي اسمبلۍ ته وړاندې کړې چې ژر به د قانون په توګه نافذه شي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG