د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان په دویمه ۲۰ اووریزه سیالۍ کې بنګلادېش ته ماته ورکړه


د مارچ پر پینځمه افغان او بنګلادېشۍ لوبډلې تر ۲۰ اووریزه سیالۍ وروسته له جام سره یو ځای د انځور اخیستو پرمهال.
د مارچ پر پینځمه افغان او بنګلادېشۍ لوبډلې تر ۲۰ اووریزه سیالۍ وروسته له جام سره یو ځای د انځور اخیستو پرمهال.

د افغانستان لوبډلې له بنګلادېشه د دویمې ۲۰ اووریزه سیالۍ په ګټلو جام ترلاسه کړ.

افغان لوبډلې د مارچ پر پینځمه په میرپور کې کوربه لوبډلې ته په اتو وېکټو ماتې ورکړه او په دې توګه یې د دوه ۲۰ اووریزه سیالیو لړۍ ورسره مساوي کړه خو کوربه لوبډلې د مېلمه پالنې په ښوولو، جام افغان لوبډلې ته ورکړ.

تر دې مخکې د مارچ پر درېیمه بنګلادېش له افغانستانه لومړۍ ۲۰ اووریزه سیالي په ۶۱ منډو ګټلې وه.

د مارچ پر پینځمه په میرپور کې په دویمه سیالۍ کې افغان لوبډلې لومړی بالنګ وکړ او بنګلادېش په ټاکلیو ۲۰ اوورونو کې د نهو لوبغاړو په زیان ۱۱۵ منډې جوړې کړې. په ځواب کې افغان لوبډلې د دوو لوبغاړو په سوځېدو ټاکلی هدف په ۱۸م اوور کې پوره کړ.

د افغانستان لپاره په بالنګ یا توپ اچونه کې عظمت الله عمرزي او فضل حق فاروقي درې، درې او راشد خان او محمد نبي یو، یو لوبغاړی اوټ کړ. فاروقي د همدې او تېرې ۲۰ اووریزه سیالۍ پرمهال د ښه توپ اچونې له وجې د لړۍ غوره لوبغاړی شو.

د افغان لوبډلې حضرت الله ځاځي ۵۹ او عثمان غني ۴۷ منډې جوړې کړې. په اخره کې دروېش رسولي په شپږیزې وهلو لوبه وګټله.

افغان لوبډلمشر محمد نبي وايي، د بنګلادېش پروړاندې یې په سیالیو کې یوشمېر ځوانو لوبغاړو ته موقع ورکړه او غواړي چې د راتلونکي ۲۰ اووریز نړیوال جام او د اسیا جام لپاره یوه غښتلې لوبډله جوړه کړي.

تر ۲۰ اووریزو لوبو مخکې افغانستان او بنګلادیش د سوپر لیګ د سیالیو په لړ کې چې هدف یې د ۲۰۲۳ز کال نړیوال جام ته د اتو غوره لوبډلو مستقیم ورتګ دی، درې لوبې وکړې چې ورڅخه یې افغانستان دوه هغې وبایللې او یوه یې وګټله.

XS
SM
MD
LG