د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې یوه نړیواله اداره له افغان زده کوونکو سره مالي مرستې کوي


انسپاير پاکستان وايي د افغان زده کونکو لپاره يې تر ۶۰ زياتې سکالرشیپې اعلان کړي - انځور له ارشيفه
انسپاير پاکستان وايي د افغان زده کونکو لپاره يې تر ۶۰ زياتې سکالرشیپې اعلان کړي - انځور له ارشيفه

په پاکستان کې یوې نړیوالې غير سرکاري ادارې د هغه افغان زده کوونکو لپاره چې مهاجر کارډ (پروف اف رجسټرېشن یا پي او ار) لري او په پاکستاني پوهنتونونو کې زده کړې کوي، سکالرشېپونه اعلان کړې دي.

په اسلام اباد کې د 'انسپاير پاکستان' په نوم د دغې ادارې مشر ميا اصف شاه د اګست پر ۱۱مه مشال راډيو ته وويل چې په پاکستان کې مېشت رجسټر افغان زده کوونکو لپاره يې تر ۶۰ زيات سکالرشېپونه اعلان کړي چې ورسره سم به هر زده کوونکي ته د سېمېسټر فيس ترڅنګ د کتابونو اخيستو او سفر لپاره هم پيسې ورکوي.

په پاکستان کې ځينې تعليمې ادارې د زده کړو کلنی امتحاني نظام او نورې يې سېمېسټري امتحاني نظام کاروي. د زده کوونکو په وينا چې يو سېمېسټر يې له څلور نيمو تر شپږو مياشتو پورې اوږد وي.

اصف شاه زیاتوي، د دې سکالرشېپونو جوګه هر هغه زده کوونکی دی چې پي او ار کارډ ولري، عمر يې له ۱۷ څخه تر ۳۰ کلونو پورې وي، له یو بلې ادارې څخه سکالرشېپ نه اخلي او هغه پوهنتون چې دوی پکې سبق وايي د داخلې سند ورسره وي نو د اګست تر ۱۶مې نېټې دې له ورسره خپل اسناد جمع کړي.

د نوموړي وينا وه چې زده کوونکي د سکالرشېپ په اړه لا نور مالومات د ادارې له فېسبوک پاڼې ''Inspirepakistan'' تر لاسه کولی شي.

محمد عيسی چې د پېښور په وزير محمد پېرامېډيکل انسټيټوټ ګندهارا کې د غاښونو ډاکټري کوي، د اګست پر۱۱مه مشال راډيو ته وويل چې ډېر په مشکل سره د خپل سېمېسټر فيس پوره کوي که ياده اداره ورته سکالرشېپ ورکړي نو په مرسته به يې خپل تعليم جاري وساتي. "زما د سېمېسټر فيس له۶۰ څخه تر ۷۰ زره روپیو دی. د فيس پوره کولو لپاره په يوه کلېنېک کې کار هم کوم خو دومره پيسې نه ګټم چې فيس پوره کړم. څو وارې مې اراده وکړه چې سبق په نيمايي کې پرېږدم خو اوس چې له دې سکالرشېپه خبر شوم نو اسناد مې ورته لېږدولي. که انسپاير پاکستان نومي اداره راته د پاتې سېمېسټرو فيسونه راکړي نو بې له مشکله به خپلې زده کړې سر ته ورسوم."

د 'انسپاير پاکستان' ادارې مشر ميا اصف شاه وايي، دا پروګرام يې د جرمني حکومت او ملګرو ملتونو کډوالو ادارې (يو اېن اېچ سي ار) په مرسته له ۲۰۱۴ز کال راهيسې شورو کړې او تراوسه يې تر ۱۲۰۰ زياتو افغان زده کوونکیو ته سکالرشېپونه ورکړې دي.

د نړيوال اسلامي پوهنتون یو زده کوونکی واحد الله چې په ۲۰۱۹ او ۲۰۲۰ز کال کې يې له دې پروګرامه ګټه ترلاسه کړې وه، مشال رېډيو ته وويل، د سکالرشېپ له وجې يې خپلې زده کړې په اسانۍ سره وکړې. "په ۲۰۱۹ز کال کې چې زه په شپږم سميسټر کې وم زما کشر ورور له ۱۲م ټولګي څخه فارغ شو نو موږ په کور کې فيصله وکړه چې لومړی به زه خپل تعليم مکمل کړم، بيا به مې ورور په پوهنتون کې داخله واخلي ځکه چې په يو وخت مې د پلار لپاره د دواړو فيسونه ورکول ممکن نه ول. کله چې زه له دغه سکالرشېپه خبر شوم نو اسناد مې ورته ولېږدول او په مرسته يې ما خپل تعليم مکمل کړ او ورور مې هم په ۲۰۱۹ز کال کې په پوهنتون کې داخله واخيسته."

د يو اېن اېچ سي ار په وینا، دامهال په پاکستان کې ۱۴ لکه رجسټر افغان کډوال مېشت دي چې په خيبر پښتونخوا کې تر اتو لکو زیات، په بلوچستان کې تر درو لکو زیات، په پنجاب کې تر يو نيم لکو زيات، په سيند کې تر ۶۵،۰۰۰ پورې او نور هغه یې په اسلام اباد او د پاکستان تر انتظام لاندې کشمير کې ژوند کوي.

له يو اين ايچ سي ار سره له رجسټر کډوالو پرته هم په پاکستان کې نېږدې ۱۴ لکه افغان کډوال مېشت دي چې پکې شاوخوا نهه لکه په ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ز کلونو کې د پاکستان د شناختي کارډونو او د وګړو د ثبت ادارې (نادرا) او په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت په ګډه رجسټر کړل.

د پاکستان د سرحدي او قبايلي چارو وزارت (سېفران) وايي، تر پینځو لکو پورې نارجسټر کډوال هم په هغه هېواد کې اوسي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG