د لاسرسي ځای

تازه خبر

کووېډ-۱۹ وبا: سیند حکومت د اګست تر ۱۵مې محدودیتونه وغځول


په کراچۍ کې یوه ښځه په ټولبند کې وچه مېوه خرڅوي
په کراچۍ کې یوه ښځه په ټولبند کې وچه مېوه خرڅوي

د سيند حکومت د کورونا وايرس خپرېدو مخنيوي لپاره محدودیتونه د اګست تر ۱۵مې پورې غځولي دي.

د پاکستان دولتي راډیو د جولای پر ۱۷مه ویلي چې د سیند کورنیو چارو وزارت امر خپور کړی دی چې پکې راغلي چې د محدودیتونو غځولو موخه د کووېډ-۱۹ ناروغۍ احتیاطونه عملي کول دي.

د سیند حکومت تر یوې میاشت پورې د محدودیتونو غځولو پرېکړه پر داسې مهال کړې چې په صوبه کې د جولای تر ۱۷مې د کورونا وایرس د مثبتو پېښو شمېر تر ۱۱۰،۰۰۰ زیات شوی.

په صوبه کې ناروغۍ ۱،۹۲۲ کسان وژلي خو تر ۷۴،۰۰۰ زیات ورڅخه رغېدلي دي.

د پاکستان جیو نیوز ټېلېوېژن او اېکسپرېس ټرېبیون ورځپاڼه وايي، د اړینو شیانو او درملتونونو (دواخانو) پرتله ټول مارکېټونه او دوکانونه به له سهار شپږو څخه د مازیګر تر اووه بجو پورې خلاص وي.

د سیند حکومت له اعلان سره سم، د شنبې (خالي) او یکشنبې (اتوار) پر ورځو به مارکېټونه او دوکانونه تړلي وي.

له محدودیتونو سره سم، خلک نشي کولای چې په چایخانو او رستورانونو کې کښېني بلکې دباندې ورڅخه شیان اخیستای شي او د شپې تر ۱۱ بجو پورې ورڅخه خوراک څښاک کورونو ته غوښتای شي.

له دې پرته په صوبه کې به د ښوونځي، کالجونه، پوهنتونونه او د ودونو تالارونه تړلي وي او د خلکو پر غونډو هم بندیز دی.

حکومت خلکو ته سپارښتنه کړې چې له اړتیا پرته دې د شپې له اووه څخه د سهار تر شپږو پورې له کورونو نه ووځي، له کوره بهر دې ماسک (تمبوزک) په مخ کوي او له نورو خلکو څخه دې لږ تر لږه درې فوټه یا یو نیم میټر واټن ساتي.

اختر او د حکومت وینا

د پاکستان وزيراعظم عمران خان ویلي دي چې پاکستان له هغو خوشبخته هېوادونو څخه دی چې پکې د کورونا وایرس مثبتې پېښې کمې شوې دي او په د "مړینې کچ هم ټیټ" دی.

نوموړي البته د جولای پر ۱۷مه پر ټوېټر په بیان کې پر ولس غږ کړي چې لوی اختر په "سادګۍ ولمانځي."

ده لیکلي چې خلک باید له کووېډ-۱۹ ناروغۍ څخه د ځان ساتلو لپاره ټول لازم احتیاطونه وکړي.

وزيراعظم ویلي چې په کوچني اختر کې د حکومتي لاښوونو نه پلي کولو له وجې روغتونونه تر سخت فشار لاندې راغلي ول.

عمران خان زیاتوي، همدا لامل دی چې په لوی اختر کې "په سختۍ" د احتیاطونو عملي کولو امر کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان سرکاري ووبپاڼې له وینا سره سم، د جولای تر ۱۷مې په هېواد کې د کورونا وایرس ۲۵۹،۹۹۸ پېښې ثبت شوې دي.

په پاکستان کې تر اوسه ۵،۴۷۵ کسان له کووېډ-۱۹ ناروغۍ مړه شوي خو ۱۸۳،۷۳۷ ورڅخه جوړ شوي دي.

د پاکستان حکومت د مارچ په نیمايي کې په ټول هېواد کې ټولبند عملي کړ خو په مې کې یې په پړاوونو کې نرم کړ، خو د جون په نیمايي کې یې په ځینو هغو ځایونو کې ۱۴ورځنی ټولبند ولګاوه چې پکې د کووېډ-۱۹ زیاتې پېښې ثبت شوې وې.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG