د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورونا وایرس: د روغتیا نړیوالې ادارې بیړنی حالت اعلان کړ


په چین کې کورونا وایرس تر ۷۰۰۰ زیاتې پېښې ثبت شوي
په چین کې کورونا وایرس تر ۷۰۰۰ زیاتې پېښې ثبت شوي

جینیوا - د روغتیا نړیوالې ادارې له چینه د کورونا وایرس تر خپرېدو وروسته "نړیوال بیړنی حالت" اعلان کړی دی.

د جنورۍ ۳۰مې اعلان پر داسې مهال شوی چې د یوې اوونۍ په موده کې د وایرس پېښې ۱۰ چنده زیاتې شوېدي.

خو د روغتیا نړیوالې ادارې مشر تېدروس اېدونوم ګیبریېسېس په جینیوا کې تر بیړنۍ غونډې وروسته وویل، د بیړني حالت اعلان باید پر نړیوال سفر د بندیزونو او محدودیتونو لامل نشي.

په عین وخت کې چینايي حکومت ویلي، په هېواد کې وایرس لږ تر لږه ۱۷۰ کسان وژلي دي او تر ۷،۷۰۰ زیاتې پېښې ثبت شوې دي.

په تبت کې د وایرس د پېښې تر تایید وروسته دا روښانه شوه چې کوروناوایرس د چین تر ټولو سیمو رسېدلی.

کورونا وایرس شاوخوا ۱۸ هېوادونو ته رسېدلی دی.

خو ګیبریېسېس وویل، د روغتیا نړیواله اداره د سفري بندیزونو سپارښتنه نه کوي او دا چې د چین ګامونه د ډاډ وړ دي.

ده زیاته کړه چې د کمزور طبي نظامونو او کمو سهولیاتو لرونکو هېوادونو ته د وایرس خپرېدو په اړه اندېښنې لري ځکه یې بیړنی حالت اعلان کړی.

هلته د پاکستان د وزیراعظم د صحي چارو سلاکار ظفر مرزا د جنورۍ پر ۳۰مه په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وویل، د روغتیا د نړیوالې ادارې له لارښوونو سره سم، له چینه هېڅ زده کوونکی هېواد ته نه ستنوي.

ده وویل، د چین له چارواکو سره په رابطه کې دی او ډاډمن دی چې په چین کې د کوروناوایرس د ناروغانو سمه درملنه کېږي.

د جنورۍ پر ۳۰مه په کواټ کې د زده کوونکو پلرونو او خپلوانو د بچیو ستنولو په موخه مظاهره وکړه.

پر ټولنیزو رسنیو هم په چین کې زده کوونکو له اسلام اباده غوښتي چې هېواد ته دې یې د ستنېدو بندوبست وکړي.

د فېسبوک تبصرې

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG