د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورونا وایرس: امریکايي حکومت خلک د ماسک استعمال ته هڅوي


د امریکا حکومت غواړي خلک ټول احتیاطونه عملي کړي
د امریکا حکومت غواړي خلک ټول احتیاطونه عملي کړي

د امریکا د روغتیا وزارت نوې هڅې پیل کړې دي چې امریکايي ولس د کورونا وایرس د لا خپرېدو مخنیوي لپاره د ماسک (تمبوزک) استعمالولو ته وهڅوي.

د کورونا وایرس په اړه د سپېنې ماڼۍ د کاري ډلې غړي اېډمیرل بریټ ګیرویر د جولايي پر ۱۲مه ویلي چې د کورونا د مخنیوي لپاره د تمبوزک په مخ کول ډېر ضروري دي.

د ده په وینا ، امریکا د ماسک له استعمالو پرته کورونا وایرس نشي قابو کولای.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا په یو شمېر ریاستونو (ایالتونو) کې د کووېډ-۱۹ د تازه ناروغانو او مړو شمېر خورا زیات شوی دی.

امریکايي ولسمشر ډانلډ ټرمپ هم د جولای پر ۱۱مې ماسک په مخ کړی وو
امریکايي ولسمشر ډانلډ ټرمپ هم د جولای پر ۱۱مې ماسک په مخ کړی وو

د جانز هاپکېنز پوهنتون له وینا سره سم، د جولای تر ۱۳مې په نړۍ کې تر ۱۲،۹۱۰،۳۵۰ زیات کسان په کورونا اخته شوي دي.

په دې کې ټول ۵۶۹،۱۲۸ کسان مړه شوي خو تر اووه میلیونه زیات ورڅخه رغېدلي دي.

د کورونا وایرس تر ټولو زیاتې پېښې په امریکا، برازیل او هند کې ثبت شوې دي.

د کورونا وایرس لومړۍ پېښې د ۲۰۱۹ز کال په ډېسېمبر کې د چین په ووهان ښار کې ثبت شوې او له هغه ځایه وایرس د نړۍ نورو هېوادونو ته خپور شو.

د روغتیا نړیوال سازمان په مارچ کې کووېډ-۱۹ ته د جهاني وبا نوم ورکړ.

د وایرس خپراوي مخنیوي په موخه په اروپا، امریکا او اسیا کې ګڼو هېوادونو ټولبندونه اعلان کړل چې پکې یې زیاترو حکومتونو په پړاوونو کې محدودیتونه لیرې کړل او ځینې یې بندیزونو ختمولو په حال کې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، کورونا وایرس له یو کسه بل ته خپرېږي نو ځکه په بیا بیا په صابون لاسونه مینځل، ماسک په مخ کول، له ګڼې ګوڼې ځان ساتل او د خلکو ترمنځ فاصله اړین دي.

کووېډ-۱۹ ناروغي تر اوسه هېڅ درملنه نه لري او د نړۍ په یو شمېر هېوادونو کې یې د واکسین پر جوړولو کار روان دی.

د فېسبوک تبصرې

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG