د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورونا وايرس وبا د انځورګرانو پر کار او ژوند څه اغېز کړی؟


د حمدالله ارباب جوړ کړی انځور
د حمدالله ارباب جوړ کړی انځور

پراګ - په نړۍ کې د کووېډ-۱۹ په نوم د کورونا وايرس ناروغۍ تر خپرېدو وروسته چې کله محدوديتونه ولګول شول نو يوشمېر انځورګرانو دغه پېښې او حالات رسم کړل.

په کابل کې مېشت انځورګر حمد الله ارباب وايي چې ده پر دې مهال يو شمېر انځورونه جوړ کړل چې مقصد يې د عامه پوهاوي تر څنګ د کور له ښځو او نورو بېوزلو سره مرسته کول ول.

د نوموړي په وينا، په عادي حالاتو کې ښځې د کور ډېری کارونه کوي او سړي ورسره ډېره لږه مرسته کوي خو د کورونا وايرس له خپرېدو وروسته ښځو ته پر ماشومانو سربېره لويان هم ورترغاړې شول.

"زما د انځورونو مقصد له ښځو سره د کور په کارونو کې همکاري کول، له دوی سره مهربانه رويه کول او له هغو بېوزلو سره مرسته کول چې د کورونا وبا له کبله يې کارونه په ټپه ودرېدل."

يوه بېوزله ښځه له ماشومانو سره ناسته خير غواړي: حمد الله ارباب
يوه بېوزله ښځه له ماشومانو سره ناسته خير غواړي: حمد الله ارباب

ارباب وايي، د انځورونو په پلورلو سره يې د يو کمپاين له لارې د بسپنې ټولونې کار مخ ته يووړ او راټولې کړې پيسې يې په بېوزله او حاجتمندو کسانو کې ووېشلې.

د کورونا وايرس خپرېدو د مخنيوي لپاره د لګول شوي ټولبند له کبله يو شمېر کسان بېروزګاره شول او پر کورونو کښيناستل.

په اسلام اباد کې انځورګر، موسيقار او اداکار جمال شاه چې د هنرکده په نوم د انځورګرۍ د هنرونو اکاډمي هم لري وايي چې دوی هم له ګڼو بېوزلو کسانو سره د مرستې لپاره کمپاين وکړ.

"موږ د 'ارټ اېډ' (د هنر له لارې مرسته) په نوم يو خيراتي کمپاين پيل کړ، خپله مو هم څه ونډه پکې واچول او له نورو مو هم پيسې راټولې کړې او د لاکډوان (ټولبند) ځپلو کسانو او بېروزګاره شووو کسانو لپاره مو راشن (خوراکي توکي) واخيستل."

د جمال شاه په وينا، له دې لارې يې په ۳،۵۰۰ کورنيو کې مرستې ووېشلې.

د کورونا وبا له کبله يو کاريګر بېکاره ناست دی: حمدالله ارباب
د کورونا وبا له کبله يو کاريګر بېکاره ناست دی: حمدالله ارباب

د کوټې په بيوټېمز پوهنتون کې د ښکلیو هنرونو یعنې فاين ارټس څانګې ښوونکی او انځورګر نصيب خان وايي چې کورونا وايرس د دوی په چم و ګاونډ کې هم د غربت کچه زياته کړه.

د نوموړي په وينا، د يو حساس انسان په حيث د ده لپاره دا هر څه ډېر ځوروونکي ول.

"چې کله يو چا ته واړه ماشومان ژاړي او د هغه نه په کور کې څه وي او نه هم په جيب کې څه وي او د ماشومانو د خېټې ډکولو لپاره نور وسايل هم نه لري نو دا يقيناً د زړه له درد او مصيبته ډکه مرحله وي."

نوموړی وايي، پر هغو کسانو يې زړه ډېر سوځېده چې د دوو لاسونو خواري يې کوله يا يې ټوله پانګه ۱۰۰۰ يا ۲۰۰۰ روپۍ وه او د کورونا وايرس له کبله هغه خواري او مزدوري هم پر ودرېدل.

نصيب خان زياتوي بلخوا چې کله د کورونا وايرس له کبله د انسانانو تر منځ فاصلې راغلې او پر يوه دسترخوان او يوه کاسه ناست خلک له يو بله ووېرېدل او له يو بله ليرې شول نو دا حالت دی ډېر زهير کړ.

نوموړی وايي، په دې اړه يې يو انځور هم جوړ کړی دی.

کليوال د ښوروا خوړلو پر مهال: نصيب خان
کليوال د ښوروا خوړلو پر مهال: نصيب خان

د کوټې يو بل ځوان انځورګر اصف کاسی وايي چې کورونا وايرس که څه هم ډېر زيات منفي اړخونه درلودل خو د دې وايرس خپرېدو د مخنيوي په نتيجه کې د لګول شوي ټولبند له کبله يې يو خوا فطرت له نيږدې وليد او بلخوا يې د کورنۍ غړي سره يو ځای شول.

"زموږ فاميل ډېر لوی دی او ډېره موده وروسته موږ ټول وروڼه سره يو ځای شو، ډېرې کېسې مو له يو بل سره وکړې او زغم مو زده کړ."

اصف کاسی زياتوي چې د کورونا وايرس له کبله پیدا شویو حالاتو په اړه يې يو شمېر انځورونه جوړ کړي او د دې کار لپاره خپله څو ځلې روغتونونو ته تللی دی.

د هغه په وينا، د ټولبند پر مهال يې زښت زيات کار وکړ.

"د لاکډوان په نتيجه کې به هر وخت پر کور وم. وخت مې ډېر پيدا کړ. نوي انځورونه او مجسمې مې جوړې کړې. کوم کار چې به ما په دوو کلونو کې کاوه، هغه مې په مياشتو کې تر سره کړ."

له کورونا وايرسه د ځان ژغورلو لپاره يوې جينۍ ماسک اغوستی: اصف کاسی
له کورونا وايرسه د ځان ژغورلو لپاره يوې جينۍ ماسک اغوستی: اصف کاسی

بلخوا جمال شاه هم وايي چې د ټولبند پر مهال د ده اکاډمي وتړل شوه خو پر هغې سربېره يې په شخصي توګه زيات تخليقي کارونه وکړل.

نوموړی زياتوي چې پر دې مهال يې د انځورونو تر څنګ د موسيقي په برخه کې هم کار وکړ.

"ما بېرته مې موسيقي ته مخه کړه. د پښتو او اردو سندرو ريکارډنګ مې وکړ او څه اوس هم روان دی. انځورونه مې هم جوړ کړل خو زما انځورونه د ژوند په اړه دي. په ژوند کې د ځپل شويو خلکو د مبارزې په اړه دي او دا درس ورکوي چې خلک بايد د خپلو حقونو لپاره راپورته شي."

خو د دې هر څه تخليقاتو تر څنګ کورونا وايرس د نورو انسانانو په څېر پر انځورګرانو هم اغېز وکړ.

يو خوا که يو شمېر له اقتصادي ستونزو سره مخامخ شول نو بلخوا پر ځېنو نورو بيا نفسياتي اغېز هم وشو.

حمد الله ارباب وايي چې د حالاتو يو دم بدلون پر نوموړي ژور اغېز وکړ.

"د دې وايرس مذهبي او اجتماعي اغېزې هم وې. ډول ډول خبرې به کېدلې. د نورو خلکو په څېر يې پر ما هم رواني فشار زيات و او بيا خپله هم په کورونا وايرس اخته شوم."

نوموړی زياتوي چې که څه هم له کورونا وايرسه بېرته ورغېدی خو مور و پلار او د کورنۍ زړو کسانو ته به يې اندېښنه وه ځکه چې دا وايرس پر هغوی زيات سخت اغېز کوي.

يو شپونکي ماسک اغوستی او څاروي څروي:اصف کاسی
يو شپونکي ماسک اغوستی او څاروي څروي:اصف کاسی

کورونا وایرس د ۲۰۱۹ز کال په ډېسېمبر مياشت کې د چين په ووهان ښار کې څرګند شو.

د روغتيا د نړيوال سازمان په مارچ کې دا جهاني وبا وبلله او وايي، د څو میاشتو په موده کې وایر د نړۍ تقريباً ټولو هېوادونو ته خپور شو.

دې وايرس که يو خوا د نړۍ بېلا بېلې څانګې اغېزمنې کړې نو بلخوا يې د دې ليدلوری هم بدل کړ او په محدودو وسايلو او امکاناتو يې د کار پرمخ وړلو رجحان رامنځ ته کړ.

د کورونا وایرس په اړه د امریکا جانز هاپکېنز پوهنتون له وینا سره سم، د جولای تر ۳۰مې په نړۍ کې د مثبتو پېښو شمېر ۱۷ میلیونه ته ورسېد.

ووبپاڼه وايي، کووېډ-۱۹ ناروغۍ تر اوسه په نړۍ کې ۶۶۷،۰۸۴ کسان وژلي خو شاوخوا ۱۰ میلیونه ورڅخه رغېدلي هم دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG