د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کورمې د قامي او د نوښار د صوبايي اسمبلۍ پر څوکیو ضمني انتخابات روان دي


د سدې د ووټونو په مرکز کې یو کس تر خپلې رایې کارولو مخکې پر فارم ګوته لګوي.
د سدې د ووټونو په مرکز کې یو کس تر خپلې رایې کارولو مخکې پر فارم ګوته لګوي.

په کورمه کې د قامي او په نوښار کې د صوبايي اسمبلۍ پر څوکیو ضمني انتخابات روان دي.

په خیبر پښتونخوا کې د انتخاباتي کمېشن په وینا، د کورمې په ۴۵مه او د نوښار په ۶۳مه حلقه کې د ووټونو اچولو بهیر چې د فبرورۍ ۱۹مې پر سهار پیل شوی، به بې له ځنډه د ماښام تر پينځو بجو روان وي.

د کورمې په سده کې د سهار اته پر ځای اته نیمې بجې د ووټونو اچولو بهیر پیل شو خو په نوښار کې دا عمل پر ټاکلي وخت پیل شوی او بې له ځنډه روان دی.

د پاکستان دولتي راډیو وايي، د کورمې د قامي اسمبلۍ پر څوکۍ د ۲۷ او د نوښار د صوبايي اسمبلۍ پر څوکۍ د څلورو نوماندانو ترمنځ سیالي ده.

د خیبر پښتونخوا صوبايي حکومت د ضمني انتخاباتو لپاره کلک امنیتي ګامونه پورته کړي.

د کورمې انتظامیې د حلقې ۱۲ پولېنګ مرکزونه یې له امنیتي پلوه حساس بللي دي.

په نوښار کې چارواکو د صوبايي اسمبلۍ د ۶۳مې حلقې د ووټونو اچولو ۶۳٪ فیصده مرکزونه حساس بللي او امنیتي اقدامات یې کړي دي.

انتخاباتي کمېشن پر ټولو خلکو غږ کړی چې د کورونا وایرس ناروغۍ مخنیوي په موخه احتیاط وکړي خو د مشال راډیو خبریالان وايي چې په کورمه او نوښار کې زیاتره خلکو احتیاطي لارښوونې له پامه غورځولې دي.

په قامي اسمبلۍ کې د کورمې څوکۍ د ۲۰۲۰ز کال د جون پر دویمه د منیر خان اورکزي او په صوبايي اسمبلۍ کې د نوښار څوکۍ د جون پر درېیمه د میا جمشېد کاکاخېل تر مرګ وروسته خالي شوې وې.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG