د لاسرسي ځای

تازه خبر

کندوز کې په دوو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۲ سرتېري وژل شوي


په ورستیو کې له کندوز ښار سره نېږدې او ولسوالیو کې وسله وال بریدونه زیات شوي
په ورستیو کې له کندوز ښار سره نېږدې او ولسوالیو کې وسله وال بریدونه زیات شوي

د افغانستان په شمال کې، په کندوز کې د طالبانو په برید کې د ملي پولیسو او د پوځ لږ تر لږه ۱۲ سرتېري وژل شوي دي.

د کندوز د ولایتي شورا منشي فوزیه یفتلي وایي، دا سرتېري د جولای پر ۱۹مه شپې مهال د وسله والو طالبانو په دوو جلا بریدونو کې وژل شوي دي.

د کندوز د والي ویاند عصمت مرادي هم بریدونه تاییدوي، خو د جولای پر ۲۰مه یې مشال راډيو ته د وژلیو سرتېرو شمېر کم یاد کړ.

د ده په وینا، "د شینوارو پر پوسته وسله والو حمله کړې، پېنځه پولیسان وژل شوي او درې ټپیان دي. دغه راز د کندوز ښار او دولت اباد ترمنځ پر لویه لاره باندې هم طالبانو د ملي اردو پر پوستو برید کړی. په دغه برید کې د ملي اردو درې سرتېري وژل شوي او دوه ټپیان دي."

مرادي زیاتوي، وروسته طالبان په نښته کې په شا تمبول شوي چې "درنه مرګ-ژوبله" هم ورته اوښتې ده.

وسله والو طالبانو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

په کندوز کې دا بریدونه پر داسې مهال شوي چې د جولای ۱۹مې پر شپه د پکتیکا په وازېخوا او اورګون ولسوالیو کې هم وسله والو د امنیتي ځواکونو پر پوستو برید وکړ چې تر هغې وروسته نښتې وشوې.

د تندر قول اردو ویاند اېمل خان مومند د جولای پر ۲۰مه مشال راډیو ته وویل چې په نښتو کې یې اته مشکوک وسله وال وژلي او اووه یې ژوبل کړي دي.

د شینوارو سیمه د کندوز ښار شمال ختیځ لوري ته پرته ده.

په تېرو دوو اوونیو کې له کندوز ښار سره په نېږدې سیمو او دغه راز په ولسوالیو کې پر حکومتي ځواکونو وسله وال بریدونه زیات شوي دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG