د لاسرسي ځای

تازه خبر

کرېملېن د ولسمشر پوتین د ناروغۍ په اړه اوازې رد کړې


پوتین په تهران کې د ایران له ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي سره د لیدو پر مهال - د جولای ۱۹مې انځور.
پوتین په تهران کې د ایران له ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي سره د لیدو پر مهال - د جولای ۱۹مې انځور.

کرېملېن د رسنیو هغه ګنګوسې رد کړې دي چې ګواکې د روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین روغتیايي حالت په خرابېدو دی.

د جولای پر ۲۱مه د کرېملېن ویاند دېمېتري پېسکوف په مسکو کې خبریالانو ته وویل چې ۶۹ کلن پوتین "روغ رمټ" دی.

ده البته زیاته کړه چې تر دې یوه ورځ مخکې چې پوتین په عام محضر کې ټوخېدلی وو، هغه "معمولي زکام" وو چې نوموړی د روانې اوونۍ په پیل کې ایران ته سفر پر مهال په کوټو کې دننه د ایېر کنډېشنر (مصنوعي یخې هوا) له کبله اخیستی وو.

کرېملېن په بیا بیا هغه دعوې رد کړې دي چې ګواکې پوتین سرطان یا د پارکېنسن ناروغي او یا هم دواړه رنځونه لري.

د امریکا د روغتیا ملي مرکز په وینا، پارکېنسن د مغزو یوه داسې ناروغي ده چې پکې خلک خپل حرکات نه شي کنټرولولای او اکثر یې لاسونه او پښې یا د وجود نور غړي رېږدي (رپېږي) یا شخېږي (سختېږي) او همداراز، ناروغ د خپل وجود توازن سم نه شي ساتلای. مرکز وايي، د ناروغۍ شدت د عمر له پخېدو سره زیاتېږي.

خو په همدې حال کې د جولای پر ۲۰مه د امریکا د استخباراتو مرکزي ادارې (سي ای اې) مشر وېلییم برنز په کولراډو ایالت کې یوې غونډې ته په وینا کې ویلي ول چې پوتین "په بشپړ ډول روغ رمټ" دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG