د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ کې د جماعت اسلامي پر لاریون بمي برید، ۳۹ ژوبل


پولیس وايي بمي برید د لاریون پر مهال شوی
پولیس وايي بمي برید د لاریون پر مهال شوی

د اګست پېنځمې پر ماښام په کراچۍ کې د هند تر واک لاندې له کشمیر سره د یووالي په موخه د جماعت اسلامي پر لاریون د لاسي بم برید شوی.

رویټرز اژانس د کراچۍ د پولیسو مشر غلام نبي مېمن له خولې وايي چې په برید کې لږ تر لږه ۳۹ کسان ژوبل شوي.

روغتیايي چارواکي وايي ژوبل کسان د ښار بېلا بېلو روغتونونو ته رسول شوي.

د پاکستان انګرېزۍ ژبې ډان ورځپاڼه وايي، پېښه د ښار په ګلشن اقبال سیمه کې د جماعت اسلامي د لاریون له لارۍ سره نېږدې شوې.

ورځپاڼه د یوه پولیس چارواکي ساجد سدوزي له خولې وايي چې پر موټر سایکل سپرو دوو کسانو پر لاریون د لاسي بم برید وکړ.

د ګوند مشر او سېنېټر سراج الحق د چارشنبې پر ماخوستن پر ټوېټر په بیان کې تور پورې کړی چې په کراچۍ کې "هندي اېجنټان" فعاله دي او له کشمیر سره یې د یووالي هڅې زیانمنول غواړي.

رویټرز اژانس وايي، د سیندودېش انقلابي پوځ په نوم یوې بېلتونپالې ډلې د برید ذمه واري منلې چې له تېرو څو میاشتو راهیسې بیا فعاله شوې ده.

پر ټوېټر د سراج الحق بیان

اسوشيېټېډ پرېس اژانس وايي، په ژوبلو کې د لږ تر لږه یو کس حالت خراب دی.

پېښه پر داسې مهال شوې چې د اګست پر پېنځمه په پاکستان کې د هند تر واک لاندې کشمیر ځانګړي اییني حیثیت یو کال پوره کېدو په مناسبت په هغه هېواد کې یو شمېر احتجاجي لاریونونه وشول.

د ۲۰۱۹ز کال د اګست پر پېنځمه نوي دلي د جمو او کشمیر کورواکي او ځانګړی اییني حیثیت ختم کړل او په بشپړ ډول یې د هند تر اساسي قانون لاندې راوست.

هلته د پاکستان وزیراعظم عمران خان د اګست پر څلورمه د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره یو ځای ولس ته په وینا کې وویل چې د هند تر واک لاندې کشمیر یې په خپله رسمي سیاسي نقشه کې شامل کړی دی.

د هند د بهرنیو چارو وزارت د اګست پر ۴مه په بیان کې دا نقشه د "سیاسي بې عقلۍ اقدام" بللی چې له لارې یې پر هندۍ خاوره "کمزورې دعوې" کول غواړي.

نوی دلی د کشمیر په اړه د تېر کال پرېکړه کورنۍ موضوع بولي او وايي، هېچا ته پکې د مداخلې اجازه نه ورکوي.

پر ۱۹۴۷ز کال د هند نیمه وچې تر وېش او د پاکستان له جوړېدو راهیسې کشمیر د دواړو هېوادونو ترمنځ لانجمن حیثیت لاره.

دواړو هېوادونو د کشمیر پر سر دوه جنګونه هم کړي چې پکې یې په ۱۹۴۸ز کال کې د جګړې په پایله کې د کشمیر یوه برخه پاکستان تر خپل واک لاندې راوسته او بله برخه یې د هند تر واک لاندې شوه.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG