د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا کانګرس د دواړو جرګو د انتخاباتو نتیجې راروانې دي


د نیو یارک په ټایمز څلورلاره کې خلک د انتخاباتو نتیجو لیدو لپاره ورغلي - د ۲۰۲۰ز د نومبر څلورمه.
د نیو یارک په ټایمز څلورلاره کې خلک د انتخاباتو نتیجو لیدو لپاره ورغلي - د ۲۰۲۰ز د نومبر څلورمه.

د امریکا د ولسمشرۍ انتخاباتو ترڅنګ د کانګرس د دواړو جرګو د انتخاباتو نتیجې هم راروانې دي او شپې مهال ښکارېدل چې ډېموکراټانو د سېنېټ دوه زیاتې څارل کېدونکې څوکۍ ګټلې وي خو وروسته رېپبلېکنانو ورڅخه پر یوې خپل کنټرول پراخه کړ.

له نتیجو ښکاري چې د سېنېټ کنټرول ترلاسه کولو لپاره د ډېموکراټ ګوند هیلې په کمېدو دي.

په عین وخت کې داسې برېښي چې ډېموکراټانو د استازو جرګې دننه خپل کنټرول پر ځای ساتلی خو لا دا روښانه نه ده چې ایا هغوی به د ځینو له وړاندوینو سره سم پکې خپل اکثریت پراخه کړای شي او که نه؟

په استازو جرګه او سېنېټ کې کنټرول، د راتلونکي ولسمشر – که هغه ولسمشر ډانلډ ټرمپ وي او که د هغه سیال جو بایډن وي – لپاره د خپلې اجنډې د عملي کولو وړتیا په برخه کې خورا مهم دی.

خلکو د نومبر پر درېیمه، د امریکا د سېنېټ په ۱۰۰ څوکیو کې د ۳۵ څوکیو لپاره ووټونه واچول چې پکې رېپبلېکنانو د خپلو ۲۳ څوکیو دفاع کوله. په دې کې ځینې څوکۍ د رېپبلېکن ګوند د کلکو پلاویانو له سیمو دي. ډېموکراټ ګوند په سېنېټ کې د ۱۲ څوکیو د بیا ګټلو هڅه کړې.

تر انتخاباتو مخکې ډېموکراټان په سېنېټ کې په اقلیت کې ول ځکه چې دوی ۴۷ او رېپبلېکن ګوند ۵۳ څوکۍ لرلې.

ډېموکراټانو هیله لرله چې په هېواد کې له انتخاباتي هلو ځلو څخه په ګټې اخیستو د سېنېټ کنټرول ترلاسه کړي.

تر اوسه نتیجې ښيي چې د سېنېټ لږ تر لږه پر یوه څوکۍ به د هېڅ نوماند د نه بریالي کېدو له وجې بیا ټاکنې کېږي. له دې وجې په سېنېټ کې د اکثریت معلومېدل ښايي څو اوونۍ یا میاشتې وخت واخلي.

په سېنېټ کې د اکثریتي رېپبلېکن ګوند مشر مېچ مېکانل په کېنټکي ایالت کې د امریکا د بحري ځواکونو د پخوانۍ پېلوټې ایمي مکګرات پر پیاوړي کیمپېن سربېره په اسانۍ انتخابات وګټل.

داسې ښکاري چې په جورجا ایالت کې د سېنېټ پر دوو څوکیو بیا انتخابات وشي.

تر دې مخکې رسنیو ډېموکراټان پر دې دوو څوکیو بریالي اعلان کړي ول.

اخوا ډېموکراټان په ۲۰۱۸ز کال کې له منځمهاله انتخاباتو راهیسې په استازو جرګه کې واضح اکثریت لري.

د استازو جرګې اوږدمهاله سپیکره نینسي پلوسي باوري ده چې د راتلونکو دوو کلونو لپاره به هم د جرګې مشري وکړي خو کېدای شي چې ډېموکراټان د خپل اکثریت په لا پیاوړي کولو و نه توانېږي.

د فېسبوک تبصرې

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG