د لاسرسي ځای

تازه خبر

کاناډا ويلي هغه هېواد ته د افغانانو د ورتګ ستونزې هواروي


د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه پر افغانستان د طالبانو تر واکمنۍ وروسته لسګونه زره افغانان نورو هېوادونو ته کډوال شول ــ انځور له ارشيفه
د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه پر افغانستان د طالبانو تر واکمنۍ وروسته لسګونه زره افغانان نورو هېوادونو ته کډوال شول ــ انځور له ارشيفه

د کاناډا د کډوالو وزیر ويلي چې هغه هېواد ته د افغانانو د انتقال په برخه کې "ګڼې ستونزې" لري خو خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

شان فرېزر د جولای پر ۲۱مه پر خپله ټوېټر پاڼه په ویډیويي پيغام کې وويل چې کاناډا په هغه هېواد کې د لږترلږه ۴۰،۰۰۰ افغان کډوالو د مېشتولو پلان لري. د نوموړې په وينا، تر دې دمه یې شاوخوا ۱۷،۰۰۰ افغانان په خوندي توګه کاناډا ته لېږدولي دي او هغوی په ټولنه کې "نوی ژوند پیل" کړی دی.

د شان فرېزر په خبره، پاکستان ته د هغو افغانانو تګ، چې کاناډا یې له افغانستانه باسي، یوه لویه ننګونه ده او د دوی کار یې له خنډ سره مخامخ کړی دی.

نوموړي دا خبرې تر هغې وروسته کړې چې پاکستان ته تللیو یوشمېر افغان خبریالانو د جولای پر ۱۷مه د اسلام اباد پرېس کلب مخې ته مظاهره وکړه. دوی د احتجاج پر مهال په لاسونو کې بینرونه نیولي ول چې پکې یې د کاناډا له حکومته غوښتنه کوله چې تر ۳۵۰ زیات افغان خبریالان دې هغه هېواد ته وروغواړي.

افغان خبریالانو اسلام اباد کې مظاهره کړې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:10 0:00

د خبریالانو ترڅنګ زرګونه نور افغانان هم په دې تمه پاکستان ته تللي چې بهر هېوادونو ته لاره جوړه کړي. په هغوی کې يوشمېر د کاناډا د کډوالۍ وزارت په مرسته اسلام اباد ته تللي چې ځينې يې کاناډا ته رسېدلي او ځينې نور لا هم د ورتګ په انتظار دي.

پر دې برسېره، په افغانستان کې لا هم يوشمېر داسې کسان شته چې له کاناډا سره يې د پوځي او بشري خدماتو لړ کې کار کړی خو لا هم نه دې توانېدلي چې له هېواده ووځي او په پاکستان کې د کاناډا سفارت ته ځان ورسوي.

خو د کاناډا د کډوالو وزیر شان فرېزر زیاته کړې چې هېواد يې د نړۍ د هغو هېوادونو په سر کې دی چې د نړۍ په تر ټولو ستونزمنو حالاتو کې يې د ژوند کوونکو کسانو ملاتړ ته دوام ورکړی دی.

د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه پر افغانستان د طالبانو له واک ټينګېدو راهيسې لسګونه زره افغانانو هېواد پرېښی او نورو هېوادونو ته کډوال شوي دي. په هغوی کې زياتره لوستي او مسلکي کسان ول چې مخکې يې له افغان حکومت سره کار کاوه يا په افغانستان کې دننه د بهرنيو هېوادونو له پوځي او مرستندويه ماموريتونو سره همکاران ول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG