د لاسرسي ځای

تازه خبر

کاملا هیرېس: روسیې پر اوکراین خورا لوی ظلم کړی دی


اوکرایني وګړي له کییف سره نېږدې له یوې سیمې د وتلو په حال کې - د مارچ اتمې انځور.
اوکرایني وګړي له کییف سره نېږدې له یوې سیمې د وتلو په حال کې - د مارچ اتمې انځور.

د امریکا مرستیالې ولسمشرې کاملا هیرېس تور پوری کړی دی چې روسیې په اوکراین کې "داسې ظلمونه کړي دي، چې تصور یې هم نه شي کېدای."

دا خبره نوموړې د مارچ پر ۱۰مه په داسې حال کې د پولینډ سرښار وارسا ته په سفر کې کړې چې له هغه هېواده اوکراین ته د جنګي الوتکو ورکولو یو پلان لانجمن شوی دی.

اوکراینی ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي له لویدیز هېوادونو غوښتنه کوي چې د شوروي اتحاد د وختونو مېګ-۲۹ الوتکو ته لاسرسی ورکړي. په هغو کې ځینې الوتکې د پخواني 'وارسا تړون' په هغو هېوادونو کې پاتې دي چې د سړې جګړې تر پای وروسته د ناټو پوځي اېتلاف غړي شول.

خو واشنګټن سمدستي دا پلان رد کړ. د امریکا د دفاع وزارت یو ویاند جان کېربي د مارچ پر نهمه وویل، "اوسمهال اوکرایني هوايي ځواک ته د اضافي جنګي الوتکو ملاتړ نه" کوي او "نه غواړي چې په خپل کنټرول کې یې هم وساتي."

تر دې مخکې د امریکا مرستیالې ولسمشرې د مارچ پر ۱۰مه هغو رپورټونو ته غبرګون وښود چې وايي، روسیو ځواکونو د اوکراین په جنوبي ښار ماریوپول کې پر یو روغتون برید کړی دی. اوکراینیو چارواکو ویلي چې د مارچ پر نهمه په شوي برید کې د یو ماشوم په ګډون لږ تر لږه درې کسان وژل شوي دي.

کاملا هیرېس د مارچ پر ۱۰مه په پولینډ کې وویل چې روسیې پر اوکراین داسې ظلمونه کړي چې تصور یې هم نه شي کېدای.
کاملا هیرېس د مارچ پر ۱۰مه په پولینډ کې وویل چې روسیې پر اوکراین داسې ظلمونه کړي چې تصور یې هم نه شي کېدای.

له اوکراینه د کډوالو وتلو سلسله

اخوا ملګرو ملتونو ویلي چې تېره میاشت پر اوکراین د روسیې تر یرغل وروسته ۲۳ لکه خلک له هغه هېواده کډه شوي دي.

د مارچ پر ۱۰مه چارواکو وویل، یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې تر ۱۶۰،۰۰۰ زیاتو خلکو خپل هېواد پريښی دی.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (یو اېن اېچ سي ار) مشر د مارچ پر ۱۰مه په یو بیان کې وویل چې په اوکراین او ګاونډیو هېوادونو کې د بیړنیو چارو لپاره ۵۰۰ مېلیونه ډالرو ته اړتیا لري. په بیان کې راغلي چې تراوسه یې ۳۰۰ مېلیونه ډالره ترلاسه کړي دي چې یوه لویه برخه یې خلکو له خپلې خوا ورکړي دي.

د پولینډ سرحدي ساتونکو د مارچ پر ۱۰مه وویل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۱۷،۶۰۰ کسان له اوکراینه وراوښتي دي. همداراز، هنګري ته ټول ۲۱۴،۱۶۰ کسان ورغلي چې د اوکراین د ټولو کډوالو نهه فیصده برخه جوړېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG