د لاسرسي ځای

تازه خبر

چین د پاکستان مالونو کې کورونا وایرس موندلی، کانټینرونه یې ورستانه کړي


پاکستاني سوداګر وايي، له چینه په مالونو بار کانټینرونه د کراچۍ بندر ته رسېدلي دي - انځور له ارشیفه
پاکستاني سوداګر وايي، له چینه په مالونو بار کانټینرونه د کراچۍ بندر ته رسېدلي دي - انځور له ارشیفه

چین د پاکستان د وریژو او د ماهیانو د مختلفو قسمونو کانټینرونه پاکستان ته ستانه کړي دي او ویلي یې دي چې په ځینو کانټینرو کې یې کورونا وایرس موندلی دی.

د پاکستان کاروباریان وايي، دا لومړی ځل دی چې بیجنګ یې مال ورستون کړی او اندېښنه لري چې ښايي چین ورباندې د بندیزونو نیت لري.

د ماهیانو یو برامدوونکي وحید احمد د اګست پر ۱۱مه مشال راډیو ته وویل، په مالونو بار ځینې کانټینرونه د جولای پر ۲۹مه او پاتې یې اوس د کراچۍ بندر ته ورسېدل.

دی وايي، چین د پاکستان د شپږو شرکتونو توکي بیرته ورلېږدولي دي. "موږ چین ته د کبانو [بېلا بېل قسمونه] برامدوو. دا لومړی ځل دی چې زموږ مالونه یې راستانه کړي. چین د پاکستان د بحري خوړو د شپږ برامدي کمپنیو مالونه بیرته رالېږدولي او وايي چې په کبانو کې یې کورونا وایرس موندلی دی. موږ معیاري کبان بهر هېوادونو ته لېږدوو او دا معیار د ګمرک (کسټم)، د کراچۍ بندر ادارې او د پاکستان د بحري ماهیانو ادارې چارواکي ارزوي. نو اوس به دا کانټینرې نورو هېوادونو ته استوو، خو ډېر تاوان مو وکړ."

پر دې موضوع د چین حکومت یا درامدوونکو کمپینو لا څه نه دي ویلي خو د پاکستان د بندرونو د چارو وزیر علي زیدي د اګست پر ۱۱مه مشال راډیو ته وویل، په دې اړه یې له چینايي چارواکو سره خبرې روانې دي. "د ځينو برامدوونکو شرکتونو له لوري چین ته په استول شوي مال کې کورونا وایرس موندل شوی. چین د درامدېدونکو توکو په اړه سخت ګامونه اخلي. زموږ برامدوونکو ته هم په کار دي چې د برامد لپاره نړیوال معیارونه پرځای وساتي. موږ د دې مسلې د هواري هڅې کوو. موږ په دې اړه په [کراچۍ] کې د چین له قونصل جنرل او نورو چارواکو سره هم خبرې کړې دي."

د اګست پر نهمه د سوداګرۍ چارو لپاره د وزیراعظم سلاکار عبدالرزاق داوود د سېنېټ د سوداګرۍ چارو کمېټۍ ته وویل، چین د پاکستانیو وریژو، کبانو او نورو بحري خوړو درامد د کورونا وایرس تر موندلو وروسته ځنډولی دی.

هلته له پاکستانه چین ته د وریژو او کبانو برامدوونکو ویلي چې د اګست پر نهمه یې په اسلام اباد کې له سلاکار داوود او نورو حکومتي چارواکو سره ولیدل خو مسله یې حل نه شوه.

یوه سوداګر د اګست پر ۱۱مه مشال راډیو ته وویل، اوس خپل مالونه په کمه بیه نورو هېوادونو ته برامدوي.

نوموړي د موضوع د حساسیت له وجې له خپل نوم ښوولو ډډه وکړه او ویې ویل چې که له چین سره دا مسله حل نه شي نو د پاکستان برامدات به لا هم کم شي. دی وايي، د کورونا وایرس جهاني وبا د پاکستان برامدات اغېزمن کړي دي.

سوداګر وویل، پاکستان هر کال دوه لکه ټنه کبان او نور بحري خواړه ۵۰ هېوادونو ته برامدوي چې د شاوخوا ۴۵۰ میلیونه ډالرو ارزښت لري.

اقتصادپوهان اټکل کوي چې پاکستان هر کال شاوخوا دوه نیم میلیونه ټنه وریژې یوازې چین ته برامدوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG