د لاسرسي ځای

تازه خبر

چمن ښار کې په یوه چاودنه کې درې تنه وژل شوي


چارواکي وايي، برید د کلا عبدالله په چمن ښار کې شوی.
چارواکي وايي، برید د کلا عبدالله په چمن ښار کې شوی.

د بلوچستان په سرحدي ښار چمن کي په یوه چاودنه کې درې تنه وژل شوي او ۱۴ نور ژوبل شوي دي.

چاودنه د مې پر ۲۱مه د جمعې تر لمانځه وروسته پر داسې مهال شوې چې له فلسطینیانو سره د یووالي لپاره د جمیعت علمای اسلام ګوند پلویانو لاریون له مرغې بازاره تېرېده.

د کلا عبدالله مرستيال کمشنر طارق جاوېد مېنګل په چاودنه کې د درو کسانو د وژنې تصدیق کړی دی.

روغتیاپالان وايي، د چمن په چاودنه کې د ځینو ژوبلو کسانو روغتیايي حالت ښه نه دی.

تر پېښې ورسته د ملېشې او پولیسو سرتېري هغه ځای ته رسېدلي او پلټنې یې پیل کړې دي.

د حملې ذمه واري تر اوسه چا نه ده منلې.

د بلوچستان اعلا وزیر جام کمال خان د چمن چاودنې د غندنې تر څنګ ویلي، "دا د ترهګرۍ پېښه ده چې موخه یې د صوبې امنیت خرابول دي. خو حکومت به يې چا ته د صوبې د امنیت خرابولو اجازه ورنه کړي."

چاودنه پر داسې مهال شوې چې د پاکستان د پلازمېنې اسلام اباد او د خیبر پښتونخوا د مرکز پېښور په ګډون د هېواد په یو شمېر ښارونو کې له فلسطینیانو سره د یووالي په موخه لاریونونه وشول. په اسلام اباد کې د لاریون مشري د قامي اسمبلۍ سپیکر اسد قیصر کوله.

په پاکستان کې لاریونونه پر داسې مهال شوي چې د مې ۲۱مې نېټې له پیلېدو سره د غزې په تړانګه کې، د اسراییلو او حماس ډلې ترمنځ جګړه د مصر په منځګړتوب د اوربند له نفاذ سره سم ودرېده.

د امریکا ولسمشر جو بایډن د دې اوربند هرکلی وکړ او ویې ویل چې دا اوربند د امریکا، مصر، فلسطینۍ ادارې او د منځني ختیځ د نورو هېوادونو د هغو پرله پسې هڅو نتیجه وه چې هدف یې د تېرو کلونو په څېر د کړکېچ د دوامداره کېدو مخنیوی وو.

د اسراییلو او فلسطینیو وسله والو ترمنځ جګړه د روانې مې میاشتې پر ۱۰مه د بیت المقدس په اشغال شوې ختیځه سیمه کې تر کړکېچ وروسته پیل شوه.

د تېرو ۱۱ ورځو په جګړو کې د غزې د روغتیايي چارواکو په وینا ۲۳۲ فلسطینیان، چې ښځې او ماشومان هم پکې ول، د اسراییلي پوځ په سلګونه هوايي او توپچي حملو کې ووژل شول. همداراز، د اسراییلي چارواکو په وینا د غزې له تړانګې پر اسراییلو د حماس په راکټي حملو کې ۱۲ تنه اسراییلیان وژل شوي دي.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG