د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور کې د مموزیو پرلتوالو له سرکار سره خبرې ناکامه


پېښور: د اورکزیو د مموزیو سیمې اوسېدونکو پرلت نن په پينځمه ورځ هم دوام لري
پېښور: د اورکزیو د مموزیو سیمې اوسېدونکو پرلت نن په پينځمه ورځ هم دوام لري

په پېښور کې د اورکزیو د مموزیو سیمې اوسېدونکو احتجاجي پرلت چې نن پر پينځمه ورځ هم روان دی، قامي مشران يې وایي چې د اکتوبر پر ۱۴مه ماځيګر يې له انتظاميې او پولیس چارواکو سره د خپلو غوښتنو په اړه خبرې وکړې خو څه نتیجه یې ورنکړه.

احتجاجيان چې د تېر ګل/دوشنبې ورځې راهیسې د پېښور پرېس کلب مخې ته ناست دي، له حکومته غواړي چې په سیمه کې دې امنیت ټینګ کړي، د دوی لادرکه شوي کسان دې خوشې کړل شي، په ناامنیو او پوځي عملیاتو کې دې خلکو ته د هغوی د ړنګو او زیانمنو شویو کورونو تاوان ورکړي او د سیمې خلکو ته دې د روغتیا او تعلیم په ګډون نورې اسانتیاوې برابرې کړي.

اورکزو کې د مموزیو کنډواله کورونه
اورکزو کې د مموزیو کنډواله کورونه

د یاد تنظیم یو مشر سعید خان اورکزی د زيارت په ورځ مشال راډیو ته وويل چې د دوي يوې پينځه کسيزه کمېټۍ د مرستيال کميشنر محمد خالد او ځايي پوليسو مشر نثار احمد خان سره مذاکرات وکړل چې بې له څه نتيجې ختم شول.

نوموړی وايي "اولنۍ غوښتنه زموږ د امنيت وه چې په سيمه کې امن نه وي نو هيڅ قسمه پرمختيايي کارونه ممکن نه دي نو مذاکرات ځکه د ناکامۍ ښکار شو چې نه پکې 'جي او سي'، نه 'کور کمانډر' او د 'اېف سي ای جي' وو. تر کومې چې موږ د يادو مشرانو سره ملاقات و نه کړو تر هغې به زموږ پرلت دوام لري."

مشال راډيو د مرستيال کميشنر او د پوليسو مشر سره د خبرو کوښښ وکړو خو دواړو مشرانو له څه ويلو ډډه وکړه. بلخوا پوځي چارواکو د پرلت والو ځينې مشران نن (جمعې په ورځ) د مذاکراتو لپاره کوهاټ ته وربللي دي.

د مموزیو قومي اتحاد مشر بلال الدین اورکزي مشال راډیو ته وویل، که پوځ مطمين کړل نو خپلو کورونو ته به ولاړ شي خو که داسې ونشو نو بيا به خپل پرلت اسلام اباد ته غځوي.

"په کوهاټ کې به له جي او سي سره ملاقات کوو چې پکې به د اورکزو کمانډنټ تر څنګ مرستيال کميشنر او د پوليسو مشر هم موجود وي. موږ به ګورو چې دوي څنګه موږ مطمين کوي."

د مموزیو سیمه چې په بره اوکزو کې راځي هلته پوځ په ۲۰۱۰م کال کې عملیات کړي ول او په ۲۰۱۸ز کال کې کډوال خپلو کورونو ته ستانه شول، خو ولس وایی لا یې هم کورونه ړنګ دي او د بنیادی اسانتیاو د نشتوالي له وجې په بیا کډه کولو مجبوره شوي دي.

بلخوا د پاکستان حکومت وايي، په ټولو قبایلي ضلعو کې یې د بیارغونې او پرمختیايي چارو پروژو ته دوام ورکړی دی او پوځ د امنیت ټینګښت لپاره وخت په وخت عملیات هم کوي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG