د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور پوهنتون د لویو مالي ستونزو ښکار شوی


پېښور پوهنتون وايي څو ځلې یې حکومت ته د خپلو مالي ستونزو ویلي
پېښور پوهنتون وايي څو ځلې یې حکومت ته د خپلو مالي ستونزو ویلي

پېښور - د پاکستان خراب اقتصادي حالت او د ۲۰۱۹-۲۰ مالي کال لپاره د اعلا تعلیم کمېشن د بودیجې کمولو له وجې د هېواد دولتي پوهنتونونه له مالي مشکلاتو سره مخامخ شوي دي او د پېښور پوهنتون په فبرورۍ کې د تنخاګانو او تقاعدونو (پېنشنونو) لپاره پیسې نه لري.

د پېښور پوهنتون مشر د جنورۍ پر ۲۷مه اعلا وزیر ته په یوه لیک کې ویلي چې په سمدستي ډول شاوخوا ۲۰۴ میلیونه روپیو ته اړتیا لري.

د پوهنتون ویاند علي عمران د جنورۍ پر ۲۹مه مشال راډيو ته وویل، پېښور یونیورسټي پخوانۍ تعلیمي اداره ده نو ځکه یې په تېره شاوخوا یوه نیمه لسیزه کې د هغو کارکوونکو شمېر لوړ شوی چې تقاعد شوي دي.

دا مهال پېښور پوهنتون ۱،۵۴۰ پخوانیو کارکوونکو ته میاشتنی پېنشن ورکوي.

دی وايي، پوهنتون تر دې مخکې هم "څو ځلې" د خیبر پښتونخوا له اعلا وزیر سره رابطه کړې او ورته یې لیکونه استولي خو مسله یې نه ده هواره شوې.

ویاند وايي، همدا لامل دی چې پېښور پوهنتون د فبرورۍ پر درېیمه د "سېنډیکټ بیړنۍ غونډه" وربللې چې پکې تګلار وټاکي.

اعلا وزیر ته د پېښور پوهنتون د مشر استولی لیک
اعلا وزیر ته د پېښور پوهنتون د مشر استولی لیک

په سېنډېکټ کې د پوهنتون د مشر او بېلا بېلو پوهنځیو د مشرانو په ګډون یو پخوانی قاضي او لوړپوړي حکومتي چارواکي هم شامل وي.

د علي عمران په خبره، د پېښور پوهنتون په روان مالي کال کې شاوخوا څلور اربه روپیو ته اړتیا لري خو حکومت ورته د لوړ تعلیم کمېشن له لارې یو نیم ارب روپۍ ورکړې دي:

"زموږ [ټول] بجټ څلور اربه روپۍ دی چې پکې دوه نیم اربه روپۍ په تنخاګانو کې ورکوو. [په ۱۹۴۷ز کال] کې د پاکستان تر جوړېدو وروسته پېښور پوهنتون دویمه یونیورسټي وه چې جوړه شوه. تر دې مخکې د سیند جامشورو پوهنتون جوړ شوی وو. نو زموږ [کارکوونکي] له تېرو شاوخوا ۴۰ کلونو راهیسې رېټایرېږي. نورې یونیورسټۍ چې له ننه ۱۶ یا ۱۸ کاله مخکې جوړې شوې وې او یا څلور [کاله یې د جوړېدو کېږي]، د هغو [لومړی] کس چې به رېټایرېږي له ننه ۲۰ یا ۲۵ کاله وروسته به پېنشن اخلي. په ۲۰۰۶ز کال کې زموږ د پېنشن [لګښتونه] شاوخوا ۸۴ میلیونه [روپۍ] وې خو اوس یې چې ګورو نو دا تقریباً ۱،۲۰۰ میلیونه یعنې له یو ارب ۲۰ کروړه زیات شوي."

د پوهنتونونو د مالي مشکلاتو موضوع د پاکستان د لوړ تعلیم کمېشن د ۲۰۱۹ز کال د نومبر پر اوومه په سېنېټ کې د ساینس او ټېکنالوژۍ کمېټۍ ته بیان کړې وه او ورته یې ویلي ول چې کمېشن د پاکستان د ټولو سرکاري پوهنتونونو لپاره د ۲۰۱۹-۲۰ مالي کال په بودیجه کې د شاوخوا ۱۰۴ اربه روپيو غوښتنه کړې وه خو حکومت ورته یوازې ۶۰ اربه روپۍ ورکړې.

د لوړ تعلیم چارو لپاره د خیبر پښتونخوا د اعلا وزیر سلاکار خلیق الرحمان وايي، دا یوازې د پېښور پوهنتون مسله نه ده، بلکې پخوانیو پوهنتونونو له اړتیا زیات کسان په دندو ګومارلي او لوړ لګښتونه لري.

علي عمران وايي پېښور پوهنتون خپله هم د پیسو ګټلو ځینې لارې لټولي، عملي کړي
علي عمران وايي پېښور پوهنتون خپله هم د پیسو ګټلو ځینې لارې لټولي، عملي کړي

دی البته وايي، له اړونده ادارو او چارواکو سره تر خبرو وروسته به د پیسو د کمښت ستونزه هواره کړي:

"زړې یونیورسټۍ چې څومره دي، د دوی مسله دا ده چې [پخوا یې] بې تحاشا، غیر ضروري، برتیانې کړې دي. اوس چې پېنشنونه هم پکې راشي نو د دوی خرچې ډېرې زیاتې شوې دي. پیسې به ورته ورکول غواړي. یا خو به موږ د [اعلا تعلیم له کمېشن] سره خبره کوو، او یا به موږ خپل [صوبايي حکومت ته درخواست] کوو چې ورته څه ورکړي."

خلیق الرحمان تور پورې کړ چې پوهنتونونه هم د پیسو ګټلو لپاره اقدامات نه کوي خو د پېښور پوهنتون ویاند علي عمران وايي، د زده کوونکو فیسونه او نورې پیسې د پوهنتون "له ۲۰ تر ۲۵ فیصده" پورې خرچې پوره کوي.

دی وايي، پوهنتون وار له مخه د پیسو ګټلو اقدامات کړي دي چې پکې یو خو زیاتو زده کوونکو ته داخلې ورکول دي او بل هر نوی زده کوونکی چې په لېسانس یا بیچلرز کې داخلېږي، د پخوانیو پرتله ورڅخه په لومړي سېمېسټر کې زیات فیس اخلي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG