د پکتیا پوهنتون د انجینري پوهنځي د سیول، مهندسی او برښنا د څانګو محصلانو د خپلو تحصیلي پروژو ډیزاینونه نندارې ته وړاندې کړي دي.
پدې موډلونو کې مجللې ودانۍ، ښارګوټي، د اوبو بندونه، بادي برښنا، پلونه، د اوبو ذخیرې، امنیتي ټاورونه او کرنیز ماشینونه شامل دي.
محصلانو یاد موډلونه له لرګي او کاغذه په لاسونو جوړ کړي دي.
نن د دوشنبې په ورځ د پکتیا پوهنتون یو تن استاد خالد حبیب مشال راډیو ته وویل، دا نوښتونه د محصلانود مسلکي وړتیاوو په لوړولو او فکري پرمختیا کې ګټور تمامیږي.
د ده په وینا، لدې مخکې د حقوقو پوهنځي محصلانو د قضاء او دیپلوماسۍ په برخو کې په زړه پورې مسلکي نمایشات درلودل او اوس د انجینري پوهنځي محصلانو دلته ډېر عالي موډلونه نندارې ته ايښي.
د انجنیري پوهنځي رئیس پوهنیار حمیدالله صدیقي وايي، د انجینري د مسلک اړوند د دې موډلونو دا نندارتون د محصلانو د علمي او فکري پیاوړتیاوو ښې بیلګې دي.
نوموړي زیاته کړه: ''په لومړي ځل د پکتیا پوهنتون د انجنیري پوهنځي د محصلانو له لوري د نویو نوښتونو او موډلونو د جوړیدو او نندارې شاهدان یو، دا موږ ته د محصلانو د علمي او فکري غوړیدا پیغام راکوي، زموږ زیارکښو محصلانو په خپلو لاسونو د برښنا او اوبو له بندونو نیولې بیا تر ښارګوټو او بادي برښنایي دستګاؤ، ودانیو او نورو پورې ډېر ښکلي موډلونه په خپله جوړ کړي دي.''
د پکتیا پوهنتون رئیس پوهندوی دوکتور سیدولي جلالزی هم د انجنیري پوهنځي محصلانو دا نوښتونه او فکري وړتیاوې وستایلې او هیله يې وښوده، چې پر پوهه او علم سمبال ځوان نسل به د هېواد جوړونې په بهیر کې ښه ونډه واخلي.
د پکتیا پوهنتون د چارواکو په وینا، چې یاد پوهنتون پدې وروستیو کې د افغانستان په پنځو غوره پوهنتونونو کې حساب شوی دی.
د پکتیا پوهنتون چارواکو له محصلانو وغوښتل، چې د زده کړې او تحصیل په ټوله موده کې یوازې په لوستونو، عملي تجربو همدارنګه د خپلو مسلکي او علمي وړتیاوو پر لوړولو تمرکز وکړي.

د فېسبوک تبصرې