د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتونخوا کې لسګونه ډاکتران کورونا وهلي


یو ډاکتر د کورونا وایرس د مشکوک ناروغ معاینې پر مهال

پراګ - د خیبر پښتونخوا د روغتیا څانګه وايي چې په صوبه کې له کورونا وایرسه د ځپلو شویو ډاکترانو او نورو روغتیايي کارکوونکو شمیر ۱۰۳ ته لوړ شوی دی.

په دې کې ۵۱ ډاکتران ، ۱۴ نرسانې او ۳۸ د روغتیا د څانګې نور ملازمین دي.

دا په داسې حال کې ده چې په صوبه کې له کورونا وایرسه د ځپلو شویو شمېر، د لږو معاینو کېدو باوجود، له ۲،۵۰۰ اوښتې ده، او د صوبې هسپتالونه او د روغتیا مرکزونه تر فشار لاندی دي.

په خیبر پښتونخوا کې د ځوان ډاکترانو د اتحادیې یوه مشره جویریه حیات خان وايي چې هره ورځ روغتیايي کارکوونکي د وایرس ښکار کېږي او کېدای شي په اصل کې دا شمیره له ۱۰۳ هم ډیره لوړه وي.

نوموړې د مې پر لومړۍ نېټه له مشال راډیو سره په خبرو کې زیاته کړه چې هسپتالونه له لویې بدانتظامۍ سره مخامخ دي.

ډاکترې خان وویل چې په کار ده چې په صوبه کې د ټولو روغتیايي کارکوونکو معاینې وشي، هسپتالونو ته سهولتونه ورکړل شي او په ولس کې د بیدارۍ ډېرولو لپاره سم کار وشي.

بلخوا د خیبر پښتونخوا حکومت د ډاکترانو د مرستې لپاره د ځینو ګامونو پورته کولو پرېکړه کړې ده.

د صوبې د روغتیا وزیر تیمور سلیم جګړا د اپریل پر ۳۰مه پر خپل ټوېټر پاڼه اعلان وکړ چې د روغتیا د څانګې هر هغه ملازم چې له کورونا وایرسه ژوند وبایلي، نو حکومت به يې له کورنۍ سره د اووه میلیونه روپیو مرسته کوي.

په سوات کې د عامې روغتیايي چارو پوه ډاکتر جواد اقبال د دغه اعلان ستاینه کوي خو وايي باید حکومت د ولس او روغتیايي کارکوونکو ژوند ته د ورپېښو خطرونو کمولو لپاره د روغتیا څانګې ته ډیرې پیسې ورکړي او د صحت مرکزونه پرانیزي.

نوموړی وايي اوسمهال په معاینو کې د صحت اصول پوره نه عملي کېږي، په کلیوالو سیمو کې خو لومړی د ډاکترانو او نرسانو لپاره حفاظتي سامانونه نشته او که وي هم نو معیاري نه دي چې له کبله يي په روغتیايي کارکوونکو کې د وایرس د خپریدو خطر ډېر شوی دی.

حکومتي دریځ

د روغتیا لپاره د وزیراعظم عمران خان ځانګړي سلاکار ډاکتر ظفر مرزا د اپرېل پر ۳۰مه وویل، حکومت د ډاکترانو صحت په اړه اندېښمن دی.

د ده په خبره، حکومت به ژر د روغتیايي کارکوونکو ساتنې لپاره یو پروګرام پیل کړي ځکه چې په ځينو ځایونو کې د ډاکترانو حفاظتي جامې په سم ډول نه کارېږي.

د یادونې وړ ده چې تراوسه له کورونا وایرسه په پښتونخوا کې یو ډاکتر هم مړ شوی.

ډاکتر محمد جاوید د چارسدې اوسېدونکی وو او د پېښور په حیات میډیکل کمپلیکس کې يې کار کاوه چې د وایرس ښکار شو او د اپرېل پر ۲۵مه ومړ.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG