د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتانه هنرمندان د خپلو پنځونو قانوني حقونه څنګ ترلاسه کولای شي؟


په پښتونخوا کې اکثره وخت موسيقاران او سندرغاړي سر ټکوي چې له طرزونو او سندرو يې، پرته د دوی له اجازې، نور خلک ګټې اخلي.

په نړۍ کې هر کال د اپرېل ۲۶مه د "انټليکچول پراپرټي ډې" يعنې د پنځونو يا تخليقي کارونو، ایجاداتو او نوښتونو د حقونو د ساتنې او په اړه یې د اګهۍ نړيوالې ورځې په توګه لمانځل کېږي.

د دې ورځې د لمانځلو هدف خلکو ته دا خبره په ډاګه کول دي چې د يوې پنځونې يا ايجاد د کارونې او ترې د مالي ګټې اخيستو قانوني حق يوازې او يوازې له تخلیقارانو یا پنځوونکو سره وي.

په پښتونخوا کې بيا اکثره وخت موسيقاران او سندرغاړي سر ټکوي چې له طرزونو او سندرو يې، پرته د دوی له اجازې، نور خلک ګټې اخلي.

د مشهورې سندرې "ما ته جانان ووايه" کمپوزر فریاد

د خيبرپښتوخوا د صوابۍ يو پېژندلی سندرغاړی ګوهر جان وايي، د "ما ته جانان ووايه" په نوم سندرې کمپوز يې په ۲۰۰۰ز کال کې جوړ او د موسيقار ماسټر علي حيدر په موسيقۍ کې په خپل لومړي البم کې رېکارډ کړ.

خو د ده په خبره، دوه مياشتې وروسته همدا کمپوز په پښتو فلم کې وويل شو.

جان زياتوي، پر سندره يې اول د پښتونخوا زياتره سندرغاړو "مزې" وکړې او اوسمهال د افغانستان له ټېلېوېژن چينلونو د ښځينه سندرغاړو، لکه سيتا قسیمي او داسې نورو په اوازونو خپرېږي.

په جلال اباد کې یو موسیقار منګی غږوي
په جلال اباد کې یو موسیقار منګی غږوي

نوموړی وايي، دی حيران دی چې دا سندرغاړي دومره پوښتنه هم نه کوي چې د سندرې شعر د چا دی او کمپوز ورته چا جوړ کړی دی؟

د ګوهر جان په خبره، د خپل لومړي البم رېکارډولو لپاره يې د "پلار نيکه پټی خرڅ" کړی وو.

خو په خپګان زياتوي چې د ډېرو پيسو مصرفولو باوجود يې خپل تخليق خپل پاتې نه شو.

د سيمې يو شمېر نور سندرغاړي او موسيقاران هم د کمپوزونو او سندرو يې غلا کېدو له امله شکايت کوي.

هنرمندان خپلې پنځونې څنګه ژغورلای شي؟

په مردان کې يو وکيل اکبر هوتي وايي، د پاکستان عدالتونه د "کاپي رايټس ارډيننس ۱۹۶۲ز" په رڼا کې د هنرمندانو دا رقم شکايتونو اورېدای او فيصله کولای شي، خو د هغې لپاره ضروري ده چې يو هنرمند خپل يو کمپوز او يا د ډرامې يا فلم يو ډايرکټر خپله ډرامه يا فلم له حکومت سره راجسټر کړی وي.

اکبر هوتي وايي ستونزه دا ده چې هنرمندان خپل کمپوزونه او سندرې له حکومت سره نه راجسټروي، چې له وجې يې په عدالت کې د هغوی خبره کمزورې وي او د شوي تاوان ازاله يې نه کېږي.

په یو دوکاند کې د موسیقۍ الات خرڅلاو ته ایښي
په یو دوکاند کې د موسیقۍ الات خرڅلاو ته ایښي

د هوتي په خبره، د دې برعکس، که يو هنرمند خپل هنري کار راجسټر کړی وي نو هغه ته د تاوان رسوونکي کس خلاف عدالت ته تلای شي.

د ده په وینا، عدالت په داسې قضيو کې يو مجرم د درو کلونو لپاره جېل ته لېږدولی شي او ترې د هنرمند لپاره تاوان هم اخيستای شي.

د انټېلېکچول پراپرټي (د پنځونو، ایجاداتو او نوښتونو ملکیت) نړيوال تنظيم وايي، پنځونې يا تخليقي کارونه د کاپي رايټس يا ټرېډمارک قوانينو له لارې خوندي کېږي او يو هنرمند يا تخليق کار ته حق ورکوي چې يوازې او يوازې هغه يې د خپل شهرت يا مالي ګټو لپاره وکاروي.

د ادارې ترمخه، د دې قوانينو په رڼا کې د جوړ شوي نظام هدف د ايجاداتو او نوښتونو لپاره د يوه مناسب چاپېريال رامنځته کول دي.

په پېښور کې سندرغاړی بختيار خټک وايي، د اېنټېلېکچول حقونو دعوېدارو ځينو ډلو د کيسټونو او سي ډي ګانو له دوکاندارانو سره د معاهدو په کولو د سندرغاړو او موسيقارانو اېنټېلېکچول حقونه غصب کړي دي.

د خټک په خبره، دوکاندار به سندرغاړي ته يوازې د يوه البم پيسې ورکولې او د سندرو يې انټرنيټ ته د خېژولو خبره به پکې نه وه. اوس يوټيوب چينل لرونکي کسان او شرکتونه لاکونه روپۍ ګټې او پښتون سندرغاړی خوار پاتې دی.

خټک زياتوي، د هنرمندانو د حقونو او خيرښېګڼې لپاره په جوړو حکومتي ادارو کې هم داسې کسان ناست دي چې له دې موضوع هېڅ خبر نه دي.

شپېلۍ په هند، پاکستان او افغانستان کې د موسیقۍ دودیزه اله ګڼل کېږي
شپېلۍ په هند، پاکستان او افغانستان کې د موسیقۍ دودیزه اله ګڼل کېږي

په پېښور کې يو بل سندرغاړی همايون خان بيا پر هنرمندانو غږ کوي چې د پاکستان پر قانون او له حکومت سره د خپلو پنځونو د راجسټر کولو پر چارو ځانونه پوه او د خپلو کورنيو لپاره د ټول عمري ګټې وټې وسيلې برابر کړي.

همايون خان وايي، يو هنرمند که يو حکومتي فارم ډک او ورسره ۲۰۰۰ روپۍ جمع کړي نو د تخليق حق يې په يوه سرټيفيکيټ کې ورکړل شي، چې هغه يې ټول عمر دعوېدار وي.

همايون خان زياتوي، يو هنرمند کولای شي چې پر بېلا بېلو انلاين پليټ فارمونو د خپلو پنځونو خپرولو لپاره له بهرنيو شرکتونو سره هم لوظنامې وکړي.

حکومت د هنرمندانو د دې حق خوندیتوب لپاره څه کوي؟

دا چې حکومت د هنرمندانو د اېنټېلېکچول حقونو د خونديتوب مسالې ته څنګه ګوري او په دې برخه کې کوم رول لوبولی شي او که نه؟

د دې پوښتنې په ځواب کې د اطلاعاتو لپاره د خيبرپښتونخوا د اعلا وزير سلاکار کامران بنګش د اپريل پر ۲۵مه مشال راډيو ته وويل، حکومت د اېنټېلېکچول پراپرټي (د پنځونو، ایجاداتو او نوښتونو د ملکیت) او کاپي رايټس حقونو یا د خپراوي د حقونو موضوعات مهم ګڼي او له هنرمندانو او ليکوالانو سره به د دې حقونو په ترلاسه کولو کې هره ممکنه مرسته کوي.

بنګش زياته کړه، دا ضروري ده چې د صوبې هنرمندان، هغه که سندرغاړي او يا هم د ډرامې يا فلم جوړوونکي او يا اداکاران دي، په يوه ښه هنري فضا کې کار وکړي.

د اعلا وزير د سلاکار په وينا، حکومت به خپلو امکاناتو ته په کتو د شته قوانينو د عملي کولو لپاره د يوه مېکانېزم جوړولو او که اړتيا وه نو د نوې قانون سازۍ پر لارو چارو هم غور وکړي.

په پاکستان کې د پنځونو او تخليقي کارونو د ثبت او راجسټريشن لپاره د "اېنټېلېکچول پراپرټي ارګنايزيشن اف پاکستان" په نوم يوه حکومتي اداره د ۲۰۰۵ز کال په اپريل کې جوړه شوه.

د ادارې مرکزي دفتر په اسلام اباد او يوه څانګه يې په پېښور کې هم ده.

د ادارې پر ووبپاڼه ليکل شوي چې له اهدافو يې مهم هغه د اېنټېلېکچول حقونو د خونديتوب لپاره د حکومتي ادارو ترمنځ د همکاريو زياتول، د موضوع په اړه د عامه پوهاوي پروګرامونه ترتيبول، مرکزی حکومت ته د اېنټېلېکچول پراپرټي پالېسۍ په اړه وړانديزونه کول او د اړونده ادارو لکه پوليس، د پلټنو وفاقي اداره (اېف ای اې) او ګمرک یا کسټمز له لارې د اېنټېلېکچول حقونو حفاظت او پر هغو عمل درامد يقيني کول دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG