د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پنجاب بهاولنګر کې د عاشورې پر جلوس برید کې څلور کسان وژل شوي


په اسلام اباد کې اهل تشیع د عزادارۍ پر مهال - د ۲۰۲۱ز کال د اګست د ۱۸مې انځور.
په اسلام اباد کې اهل تشیع د عزادارۍ پر مهال - د ۲۰۲۱ز کال د اګست د ۱۸مې انځور.

د پنجاب په بهاولنګر ضلع کې د عاشورې پر ماتمي جلوس د لاسي بم په برید کې څلور کسان وژل شوي دي.

د اهل تشیع یوه سازمان مجلس وحدت مسلمین ویاند علامه مقصود علي ډومکي د اګست پر ۱۹مه مشال راډیو ته وویل، د عاشورې جلوس پر ټاکلې لار روان وو چې "نامعلومه وسله والو" ورباندې د لاسي بم برید وکړ چې پکې څلور کسان ووژل او تر ۲۰ زیات ژوبل شول.

نوموړي تور پورې کړ چې ضلعي انتظامیې د امنیت لپاره سم اقدامات نه ول کړي.

خو په بهاولنګر کې د موبایل ټېلېفون خدماتو تړل کېدو له وجې له انتظامیې سره په رابطې و نه توانېدو.

د حملې ذمه واري چا نه ده منلې.

په عین وخت کې اهل تشیع د پېښور، کوټې، کراچۍ، اسلام اباد او راولپېنډۍ په ګډون د پاکستان په یوشمېر لویو او وړو ښارونو کې جلوسونه ایستلي دي.

د خیبر پښتونخوا حکومت د پېښور په ګډون اووه ضلعې له امنیتي پلوه حساسې ګرځولي او هلته یې پولیس سرتېري د اهل تشیع د ماتمي جلوسونو د ساتنې لپاره ځای پر ځای کړي دی.

د اګست پر ۱۹مه په پاکستان کې د عاشورې ورځ ده. پر دې ورځ اهل تشیع په ښارونو کې ماتمي لاریونونه کوي. تر دې مخکې د اګست پر ۱۸مه هم شیعه ګانو د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد په ګډون په یو شمېر ښارونو کې لاریونونه او عزاداري وکړه.

په حساسو ضلعو کې پېښور، مردان، کواټ، کورمه، بنو، لکي مروت او ډېره اسماعیل خان شامل دي.

صوبايي حکومت د اګست پر ۱۷مه په یو بیان کې ویلي چې ۳۳،۰۰۰ پولیسان یې د امنیت ټینګښت لپاره ځای پر ځای کړي دي.

د پاکستان حکومت د کراچۍ، حیدر اباد، کوټې، لاهور، راولپېنډۍ او اسلام اباد په ګډون د پنجاب، سیند او بلوچستان په یو شمېر لویو ښارونو کې هم د امنیتي اقداماتو اعلان کړی دی.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG