د لاسرسي ځای

تازه خبر

تېر شواروز پاکستان کې څلور زره کسان کورونا وایرس وهلي


په سپېن کې د یوه تن د پوزې ګړنګ د کورونا ازموینې لپاره اخېستل کېږي

په پاکستان کې په تېر يوه شواروز کې له کورونا وايرسه ۸۴ تنه مړه شوي او تر ۴۰۰۰ زيات نوي کسان په اخته شوي دي.

دا ډول په ټول هېواد کې [د جون تر درېيمې] په کورونا وايرس د اخته کسانو شمېر ۸۰،۴۶۳ ته رسېدلی دی.

د خیبر پښتونخوا پخوانی وزیر او له نوښاره د پاکستان تحریک انصاف د صوبايي اسمبلۍ اوسنی غړی میا جمشید الدين کاکاخیل له کورونا وایرسه مړ شوی دی. د هغه زوی ويلي چې پلار يې تېره شپه د اسلام اباد په يو روغتون کې ساه ورکړه او نن به د نوښار زیارت کاکا صاحب کلي کې خاورو ته سپارل کېږي.

میا جمشید د خیبر پښتونخوا په تېر حکومت کې د ایکسایز او ټیکسېشن وزیر وو او په دويم ځل د پاکستان تحریک انصاف پر ټکټ له نوښاره د صوبايي اسمبلۍ غړی منتخب شوی و. هغه د خیبر پښتونخوا صوبايي اسمبلۍ لومړی غړی دی چې له کورونا وايرسه مري.

بلخوا له دې وايرسه ټولټال ۱۶۸۳ کسان مړه شوي او تر ۲۷ زره زيات پاخه شوي دي.

هلته د امریکايي جانز هاپکېنز پوهنتون له وینا سره سم، د جون تر درېیمې نېټې په افغانستان کې د کورونا وایرس د ناروغانو شمېر ۱۶ ۵۰۹ ته رسېدلی دی.

پوهنتون زیاتوي چې په هغه هېواد کې تر اوسه ناروغۍ ۲۷۰ کسان وژلي دي.

کورونا وایرس د ۲۰۱۹ز کال په ډېسېمبر مياشت کې د چين په ووهان ښار کې راڅرګند شو چې د روغتيا د نړيوال سازمان په وينا د نړۍ تقريباً ټولو هېوادونو ته خپور شوی دی.

تر دې دمه په نړۍ کې تر ۶۴ لکه ۵۲ زره زيات کسان په دې وايرس اخته شوي چې تر درې لکه ۸۲ زره زيات ورڅخه مړه شوي او څه باندې ۳۰ لکه ترې پاخه شوي دي.

د فېسبوک تبصرې

ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG