د لاسرسي ځای

تازه خبر

زرګونه پاکستانیان مو هېواد ته راستانه کړي: عایشه


د پېښور هوايي ډګر یو چارواکی د یوه مساپر د بدن تودوښه معلوموي
د پېښور هوايي ډګر یو چارواکی د یوه مساپر د بدن تودوښه معلوموي

اسلام اباد - د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، په تېرو دوو اوونیو کې یې له بېلا بېلو هېوادونو څخه شاوخوا ۱۱،۰۰۰ کسان هېواد ته ستانه کړي دي.

د وزارت ویاندې عایشې فاروقي د جون پر ۱۸مه په اسلام اباد کې اوونیزې خبري غونډې ته وویل، دا کسان یې له متحده عرب اماراتو، سعودي عرب، اردن، عراق، قرغیزستان، مورېشس، کاناډا او ناروې څخه ستانه کړي.

نوموړې دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې په یو شمېر هېوادونو، او په ځانګړي ډول، د خلیج په عربي هېوادونو کې پاکستانیو وګړو په بیا بیا له حکومته هېواد ته د ستنېدو غوښتنې کړي.

په دوی کې یې ځینو په اپرېل کې مشال راډیو ته ویلي ول چې له دندو د ګوښه کېدو او یا ویزو ختمېدو له وجې له مشکلاتو سره مخامخ دي.

پاکستان د کورونا وایرس جهاني وبا مخنیوي په موخه د مارچ له نیمايي راهیسې نړیوال پروازونه ځنډولي ول چې د جون پر ۱۷مه یې د بیا بحالۍ اعلان وکړ.

حکومت له بهره هېواد ته د پاکستانیانو ستنولو لپاره په اپرېل کې ځانګړي پروازونه پیل کړي ول.

د بهرنیو چارو وزارت ویانده عایشه فاروقي زیاتوي چې تر اوسه یې له ۷۳ هېوادونو څخه شاوخوا ۸۲،۵۰۰ کسان پاکستان ته ستانه کړي دي.

له بهره ستنېدونکي د پاکستان پر بېلا بېلو هوايي ډګرونو معاینه کېږي او که پکې د کووېډ-۱۹ علامات وموندل شي نو حکومتي قرنطین ځایونو ته استول کېږي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG