د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورونا وایرس: پاکستان له ایران سره پروازونه ځنډولي، پر چمن پوله معاینې پیلوي


پاکستاني روغتیايي کارکوونکي له ایران سره پر پوله ولاړ دي
پاکستاني روغتیايي کارکوونکي له ایران سره پر پوله ولاړ دي

اسلام اباد - د پاکستان حکومت ویلي دي چې د کورونا وایرس د خپرېدو مخنیوي لپاره نه یوازې د هېواد دننه اقدامات کوي بلکې له ایران سره هم همکارۍ کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې عایشې فاروقي د فبرورۍ پر ۲۷مه په اسلام اباد کې اوونیزې خبري غونډې ته په وینا کې وویل، حکومت یې له ایران سره په رابطه کې دی:

"زموږ وفاقي او د [بلوچستان] صوبايي حکومت له ایران سره په رابطه کې دی چې د وایرس د خپرېدو مخه ونیسي. موږ له ایراني حکومت سره نېږدې همکاري کوو، د وبا د انتظام په برخه کې یې پوره ملاتړ کوو او ورسره یووالی ښکاره کوو."

فاروقي دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې د پاکستان حکومت د فبرورۍ له ۲۹مې څخه له ایران سره پروازونه ځنډولي.

اسلام اباد په ایران کې د کورونا وایرس د پېښو تر زیاتېدو وروسته د یکشنبې (اتوار) له ورځې راهیسې له هغه هېواد سره د تفتان سرحد تړلی.

له کورونا وایرسه د ځان ساتلو په اړه ویډیو وګورئ

له کورونا وایرسه څنګه ځان ساتلای شو؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:40 0:00

د بلوچستان حکومت اقدامات

په بلوچستان اسمبلۍ کې د اپوزیشن ګوندونو له حکومته غوښتي چې د کورونا وایرس د خپرېدو مخنیوي لپاره دې سم اقدامات وکړي.

په اسمبلۍ کې د اپوزیشن مشر ملک سکندر اېډووکېټ د فبرورۍ پر ۲۷مه په کوټه کې د خبري غونډې پر مهال مشال راډیو ته وویل، له حکومتي اقداماتو مطمین نه دی او باید له بهره روغتیاپالان وروغواړي.

خو د بلوچستان حکومت وايي، نه یوازې یې له ایران سره پوله تړلې بلکې له افغانستانه د ورتلونکو خلکو د معاینو بهیر هم پیلوي.

حکومتي وزیر زمرک خان اڅکزي مشال راډیو ته وویل چې د چمن په روغتون کې د کورونا وایرس ناروغانو لپاره ځانګړې وارډ هم پرانیزي.

د پاکستان هوايي چلند ادارې بیان

د پاکستان د ملکي هوايي چلند ادارې (پي ای اې) د فبرورۍ پر ۲۷مه پر عمرې د سعودي عرب تر بندیز وروسته په بیان کې وویل چې له پاکستانه هېڅوک د عمرې یا سیلګرۍ په ویزه هغه هېواد ته نه وړي.

په بیان کې راغلي چې پاکستان ته تر عمرې وروسته د ستنېدونکو خلکو لپاره پروازونه به د پخوا په څېر روان وي.

پي ای اې زیاته کړې چې یوازې هغه کسان له پاکستانه سعودي عرب ته تللای شي چې هلته د ورتګ اجازه او یا د سعودي عرب اقامه ولري.

د سیند حکومت اقدامات

هلته د سیند اعلا وزیر مراد علي شاه د فبرورۍ پر ۲۷مه په کراچۍ کې خبري غونډې ته وویل، هغه ټول کسان یې قرنطین کړي چې په فبرورۍ کې له ایرانه هېواد ته ستانه شوي ول:

"روانه میاشت موږ د تقریباً ۱،۵۰۰ هغو کسانو د شناختي کارډونو او ټېلېفونونو شمېرې غونډې کړې دي چې له ایرانه راغلي ول. دا ټول خلک موږ ګوښه یا قرنطین کړي. په بېلا بېلو ضلعو او یونین کونسلونو کې زموږ روزلیو روغتیايي چارواکو هغوی ته ویلي چې په کورونو کې دې اوسي او که څوک د [کورونا وایرس د ناروغۍ] علامات لري لکه ټوخی، تبه وغیره، نو زموږ ډاکتران به یې کورونو ته ورځي. که د دې کسانو پاکستان ته له راتګه ۱۵ ورځې تېرې شوې وي او علامات پکې نه وي نو بیا مسله نشته خو موږ به یې بیا هم څارو."

په پاکستان کې د کورونا وایرس د دوو پېښو تر تصدیق وروسته د هېواد په مختلفو ښارونو کې ماسکونه ګران شوي دي خو مراد علي شاه زیاته کړه چې په سیند کې د تمبوزکونو کمی پوره کوي چې خلک یې په اسانۍ ترلاسه کړای شي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG