د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان او جنوبي افریقا د کرکټ په ۲۰ اووریز جام کې خپلې سیالۍ وګټلې


پاکستانیو بالرانو د نېدرلینډز لوبغاړي زیاتو منډو جوړولو ته پرې نه ښوول - د اکتوبر ۳۰مې انځور.
پاکستانیو بالرانو د نېدرلینډز لوبغاړي زیاتو منډو جوړولو ته پرې نه ښوول - د اکتوبر ۳۰مې انځور.

د کرکټ په ۲۰ اووریز نړیوال جام کې د اکتوبر پر ۳۰مه نېټه دوه لوبې ترسره شوې چې یوه پاکستان او بله جنوبي افریقا وګټله.

لومړۍ لوبه د پاکستان او نېدرلینډز لوبډلو ترمینځ په پرت مېدان کې وشوه چې پاکستان په شپږو وېک‍‍ټو وګټله.

نېدرلېنډز لوبډلې پچه وګټله او لومړی یې خپله د بیټېنګ کولو پرېکړه وکړه. هغې لوبډلې په ټاکلیو ۲۰ اوورونو کې یوازې ۹۱ منډې وکړای شوی او نهه لوبغاړي یې وسوځېدل.

د نېدرلینډز له خوا تر ټولو ښه لوبه کولن اکرمین وکړه او ۲۷ منډې یې جوړې کړې. د پاکستان له خوا شاداب خان درې او محمد وسیم دوه وېکټې واخیستې.

په ځواب کې د پاکستان لوبډلې چټک پیل وکړ خو وروسته یې نیدرلینډز د چټکو منډو جوړولو مخه ونیوله. دوی هدف په ۱۴م اوور کې د څلور لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ.

تر ټولو ښه لوبه محمد رضوان وکړه او ۴۹ منډې یې جوړې کړې. د نېدرلینډز له خوا برېنډن ګلور دوه لوبغاړي وسوځل.

هندي لوبغاړي د جنوبي افریقا د توپوهونکي کوېنټن ډي کاک تر سوځولو وروسته خوشالي کوي - د اکتوبر ۳۰مې انځور.
هندي لوبغاړي د جنوبي افریقا د توپوهونکي کوېنټن ډي کاک تر سوځولو وروسته خوشالي کوي - د اکتوبر ۳۰مې انځور.

په پرت کې په دویمه سیالۍ کې د هند لوبډلې پکې پچه وګټله او لومړی یې په خپله بیټېنګ وکړ.

هند په ټاکلیو ۲۰ اوورونو کې د نهو لوبغاړو په سر ۱۳۳ منډې وکړې او جنوبي افریقا ته یې د دې مهمې لوبې ګټلو لپاره د ۱۳۴ منډو هدف ورکړ.

د هند له اړخه تر ټولو ښه لوبه سوریا کمار یادو وکړه. هغه په ۴۰ بالونو ۶۸ مندې وکړې. د جنوبي افریقا له خوا لونګي اینګېډي څلور او وېن پارنل درې وېکټې واخیستې.

جنوبي افریقايي لوبډلې په وروستي اوور کې د پینځو لوبغاړو په زیان هدف پوره کړ او هند ته یې په پینځو وېکټو ماتې ورکړه.

ټاکل شوې چې د اکتوبر پر ۳۱مه د کوربه اسټرالیا او ایرلینډ لوبډلې یو بل ته مخامخې شي. تر هغې وروسته د نومبر پر لومړۍ نېټه د افغانستان او سري لنکا او د انګلستان (انګلینډ) او نیو زیلینډ ترمینځ سیالۍ کېږي.

په اسټرالیا کې د ۲۰ اووریزه کرکټ نړیوال جام سیالۍ د اکتوبر له ۱۶مې راهیسې روانې دي او ټاکل شوې چې پایلوبه یې د نومبر پر ۱۳مه وشي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG