د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان او ترکيه د تعلقاتو پر پراخولو سلا شوي


د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف او د ترکیې ولسمشر رجب طيب اردغان په انقره کې ملاقات وکړ - د جون لومړۍ نېټې انځور.
د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف او د ترکیې ولسمشر رجب طيب اردغان په انقره کې ملاقات وکړ - د جون لومړۍ نېټې انځور.

د پاکستان او ترکيې مشران د دواړو هېوادونو ترمینځ د تعلقاتو د ساحې پر پراخولو سلا شوي دي.

دا خبره د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان د پاکستان له وزیراعظم شهباز شريف سره د جون پر لومړۍ نېټه په انقره کې تر ملاقات وروسته ګډې خبرې غونډې ته کړې ده.

د پاکستان د وزیراعظم له دفتره د جون پر لومړۍ نېټه په بیان کې ويل شوي چې شهباز شريف چې دواړه هېوادونه له "یو ډول چیلېنجونو" سره مخامخ دي او تل یې پر مهمو موضوعاتو د یو بل مرسته کړې ده.

نوموړي زیاته کړه چې ترکیې اوپاکستان د یوه سوله ییز او باثباته افغانستان لپاره له یو بل سره همکاري کړې ده.

بیان زیاتوي چې شریف له اردغان سره ملاقات "ډېر ګټه ور" وباله او زیاته یې کړه چې د دواړه هېوادونو ترمینځ د لوړې کچېستراتژيکې خبرې اترې د دوی د شریکو اهدافو د موندلو او پرمختګ لپاره مهمې دي.

بیان وايي، د دواړو هېوادونو ترمینځ د لوړ کچ بله غونډه به په سېپټېمبر کې په اسلام اباد کې کېږي.

ولسمشر اردغان خبري غونډې ته وویل، دواړو خواوو پر خپلو ملي او نړیوالو چارو تفصيلي خبرې کړې دي. نوموړي هوډ څرګند کړ چې د خپلمینځي اړیکو ساحه به نوره هم پراخوي.

دواړو خواوو د کاروبار او خپلمینځي اړیکو د ودې لپاره ځینې یاداښتونه هم لاسلیک کړل.

له وزیراعظم شهباز شریف سره د ترکیې په سفر کې د نورو لوړپوړو چارواکو په ګډون د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري او د تجارت او سرمایه کارۍ وفاقي وزیر سید نوید قمر هم ملګري دي.

XS
SM
MD
LG