د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د ملي امنیت څلور کلنه تګلاره منظوره کړه


د ملي امنیت تګلارې منظوري لومړی د ډېسمبر پر ۲۷مه د هغې غونډې پرمهال ورکړل شوې چې مشري یې وزیراعظم عمران خان کوله. (انځور: ارشیف)
د ملي امنیت تګلارې منظوري لومړی د ډېسمبر پر ۲۷مه د هغې غونډې پرمهال ورکړل شوې چې مشري یې وزیراعظم عمران خان کوله. (انځور: ارشیف)

پاکستان په ملک دننه د امنیت او اقتصادي حالاتو په اړه د ملي امنیت تګلارې منظوري د ډېسمبر پر ۲۸مه د وفاقي کابینې په هغه غونډه کې ورکړې ده چې مشري یې وزیراعظم عمران خان کوله.

د پاکستان د ملي امنيت سلاکار معيد يوسف د ډېسمبر پر ۲۸مه پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي چې په اسلام اباد کې د وفاقي کابينې لخوا د دې تګلارې منظوري تاريخي برياليتوب دی.

معید یوسف زياته کړې چې دا تګلاره به د هېواد د ملي امنيت د اهدافو د تکميل لپاره د بېلا بېلو څانګو د تګلارو په لارښوونه کې مرسته وکړي.

د ملي امنيت دا لومړۍ څلور کلنه پاليسي به اوس د وفاقي کابینې تر ورکړل شوې منظوري وروسته له ۲۰۲۲م کاله عملي کېږي.

د معيد يوسف په وينا، د ملي امنيت تګلارې موخه د پاکستانيو وګړو اقتصادي امنيت، د هغوی ساتنه، خونديتوب او وقار باوري کول دي.

دا له هغه وروسته ده چې د ډېسمبر پر ۲۷مه د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ د ملي امنيت کمېټۍ په غونډه کې د هېواد د ملي امنيت د لومړۍ څلور کلنې پاليسي منظوري ورکړل شوې وه.

په دې غونډه کې نه یوازې له ۲۰۲۱م څخه تر ۲۰۲۴مه د ملي‌ امنیت تګلارې منظوري ورکړل شوې وه بلکې د پاکستان د کورني امنیت، اقتصادي حالات تر څنګ له افغانستان سره د اړیکو او هلته د حالاتو په اړه هم بحث شوی دی.

په دې غونډه کې د دفاع وزیر پروېز خټک، د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي، د اطلاعاتو وفاقي وزیر فواد چودري، د سلامتۍ د چارو لپاره د وزیراعظم سلاکار معید یوسف تر څنګ د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه او د استخباراتي ادارې ای ایس ای مشر لېفټېنېنټ جنرل ندیم انجم هم شریک وو.

د اطلاعاتو وفاقي وزیر فواد چودري ویلي چې دا تګلاره به د ډېسمبر پر ۲۸مه د نورې منظورۍ لپاره د وفاقي کابینې په غونډه کې وړاندې کېږي.

د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ کې تر شوې غونډه وروسته په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې حکومت په ملک کې د کمزورو خلکو د ژوند معیار ښه کولو او هغوی ته د تحفظ ورکولو لپاره غوره اقدامات کوي.

تر دې وړاندې د ډېسمبر پر شپږمه حکومت مخالفو ګوندونو د بندو دروازو شاته د قامي سلامتۍ د کمېټۍ له غونډې پرېکون یا بایکاټ کړی وو.

د حکومت مخالفو ګوندونو مشرانو ویلي وو چې حکومت پخپله د پارلیمان سپکاوی کوي باید چې داسې مهمې مسلې پارلیمان ته وړاندې کړي.

په پاکستان کې دفاعي شنونکي وايي چې د ملي امنیت تګلاره یوازې دا نه وي چې د امینیت پر چارو پکې غور وشي بلکې په ملک کې پر اقتصادي حالات او د خوراک پر کمي‌ هم بحث وشي.

د دوی په وینا، د ملي امنیت لپاره دا اوسنۍ غونډه په دې د ارزښت وړ ده چې د پاکستان په ګاونډي هېواد افغانستان کې حالات سم نه دي نو پاکستان به خامخا خپله نوې تګلاره جوړوي.

د دفاعي چارو یو شنونکی او د پاکستاني پوځ پخوانی بریګېډیر سېد نظیر مشال راډیو ته وویل چې اوس به افغانستان ته په بدل نظر کتل کېږي.

د دفاعي چارو یو بل کارپوه او پخوانی بریګېډیر محمد سعد مشال راډیو ته وویل، پاکستان غواړي چې په افغانستان کې حالات سم شي.

د پاکستاني پوځ دا پخواني بریګېډیران او شنونکي دا څرګندونې په داسې وخت کې کوي چې په افغانستان کې د ۲۰۲۱م کال د اګست پر ۱۵مه د طالبانو تر واکمنېدو وروسته هلته یو بشري او اقتصادي بحران لیدل کېږي.

محمد سعد وویل، "زه فکر کوم چې د پاکستان او افغانستان اړیکې د دې منطقې د امن لپاره ډېر د ارزښت وړ دي او پاکستان چې په موجوده حالاتو کې افغانستان ته کوم اهمیت ورکوي دا ډېره د خوشبینۍ خبره ده نو ځکه پاکستان خپله داسې تګلاره جوړه کړه چې د افغانستان مسله پکې شامله ده."

د ده په وینا، پاکستان په افغانستان کې یو داسې حکومت غواړي چې له پاکستان سره ښې اړیکې ولري.

د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ د افغانستان ړنګ شوي‌ حکومت دریځ دا وو چې پاکستان د افغان حکومت پرضد د جګړې لپاره د طالبانو مرسته او همکاري کوي.

د ولسمشر اشرف غني په واکمنۍ کې د هغه لومړی مرستیال امرالله صالح د حکومت تر ړنګېدو وروسته پر ټولنیزو رسنیو په ‌ډاګه تور پورې کوي چې پاکستان د طالبانو له لارې افغانستان قبضه کړی دی.

خو پاکستان دا تورونه تل رد کړي او وايي‌ چې دوی په افغانستان کې امن او سوکالي غواړي کومه چې د دوی په وینا د پاکستان په ګټه ده.

XS
SM
MD
LG