د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان امریکايي سفیر ته د ولسمشر بایډن څرګندونو پر سر "سخت احتجاج" کړی دی


پاکستان په اسلام اباد کې د امریکا سفیر ډانلډ بلوم ته د کانګرس انتخاباتو لپاره د ډېموکراټ ګوند د کیمپېن لپاره د چندو ټولولو په موخه د غونډې پر مهال د ولسمشر جو بایډن د وروستیو څرګندونو په اړه "سخت احتجاج" کړی دی.

دا تر هغې وروسته ده چې بایډن د اکتوبر پر ۱۳مه په غونډه کې تر سړې جګړې وروسته په نړۍ کې د "پراخو" بدلونونو او چیلېنجونو او د اوکراین جګړې یادونه وکړه او و یې ویل چې ایا خلکو "کله هم دا فکر کړی وو چې یو روسی مشر به د تاکتیکي اټومي وسلو د کارونې ګواښ وکړي؟ ایا چا دا فکر کړی وو چې داسې وخت به هم راځي چې چین به د روسیې، هند او پاکستان پرتله د خپل رول معلومولو هڅې کوي؟"

بایدڼ په لاس اېنجلس کې غونډې ته په وینا کې پوښتنه وکړه چې له دې ډول چیلېنجونو "سره څنګه چلند" کېدای شي؟ "موږ څه چې په روسیه کې روان دي، هغې ته په پام څه کولای شو؟ او زما په نظر، په نړۍ کې له تر ټولو خطرناکو هېوادونو څخه یې یو پاکستان دی" چې "اټومي وسلې لري او نامنظمې دي."

سپینې ماڼۍ د بایډن د وینا متن د اکتوبر پر ۱۴مه پر ووبپاڼه خپور کړ چې په رسنیو کې یې د پاکستان د حکومتي چارواکو او سیاستوالانو غبرګونونه وپارول.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري د اکتوبر پر ۱۵مه ویلي ول چې په اسلام اباد کې امریکايي سفیر ورغواړي او ورته احتجاج کوي.

د بهرنیو چارو د وزارت ویاند عاصم افتخار پر هم هغه ورځ په بیان کې ویلي دي چې د وزارت لنډمهالي سېکرټر جوهر سلیم د شنبې (خالي) پر ورځ امریکايي سفیر ډانلډ بلوم وربللی وو او ورته یې د ولسمشر بایډن د څرګندونو په غبرګون احتجاجي لیک وسپاره.

په بیان کې راغلي چې امریکايي سفیر ته یې "د هغو غیر ضروري څرګندونو" چې پر "واقعیتونو ولاړې نه دي" په اړه د اسلام اباد "نهیلي او اندېښنه" ورسوله او دا یې "ورته روښانه کړه چې پاکستان یو ذمه واري اټومي هېواد" دی چې له د خپل اټومي پروګرام "بشپړه ساتنې" نظام لري او "د نړیوالو معیارونو پابندي" کوي. بیان وايي، دا هغه څه دي چې د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې هم تایید کړي دي.

افتخار زیاته کړه چې د سیمه ییزې او نړیوالې سولې لپاره اړینه ده چې د اسلام اباد او واشنګټن تعلقات "پر مثبت لوري" روان وي او دواړه هېوادونه په دې برخه کې له یو بل سره "همکاري" وکړي.

تر دې مخکې پخواني وزیراعظم او د تحریک انصاف مشر عمران خان هم پر ټوېټر په بیان کې د بایډن پر څرګندونو انتقاد کړی وو.

XS
SM
MD
LG