د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاړه چنار کې د ډزو تر پېښې وروسته احتجاج شوی


د سیمې اوسېدونکي وايي ملېشه سرتېرو پر کور د چاپې پر وخت ډزې وکړې
د سیمې اوسېدونکي وايي ملېشه سرتېرو پر کور د چاپې پر وخت ډزې وکړې

د کورمې د پاړه چنار ملیخېلو د جولای ۲۹مې پر مازیګر پر ځايي خلکو د ډزو د پېښې ضد احتجاج کړی دی.

د سیمې یوه حکومتي چارواکي د نوم نه ښودو په شرط مشال راډیو ته وویل، د جولای پر ۲۹مه، د ملېشې ځواک سرتېرو په منځ ملیخېلو سیمه کې د وسلو موجودګۍ په اطلاع د یوه ځايي وګړي امیر حمزه پر کور چاپه ووهله چې د هغه کورنۍ او ځايي خلکو یې مزاحمت وکړ.

د ده په وینا، سرتېرو د دې په غبرګون ډزې وکړې چې پکې دوه کسان ووژل او څلور ژوبل شول.

خو د سیمې اوسېدونکي وايي، حکومت دې د پېښې پلټنې وکړي.

د مظاهره کوونکو غوښتنې

د ډزو تر پېښې وروسته د ملیخیلو خلکو تر څه وخت پورې د وژلیو مړي د خبریالانو مرکز مخې ته ایښي ول او مشرانو یې ویناګانې کولې.

د سیمې ملک دلدار حسین وايي، پولیس دې د پېښې رپورټ دایر کړي او د ککړو کسانو ضد دې کارروايي وکړي.

دی زیاتوي، انتظامیه دې د ملېشې سرتېرو پر ځای پوځیان په سیمه کې ځای پر ځای کړي.

په پېښه کې د وژلي یعقوب علي ورور محبوب کربلايي مشال راډیو ته وویل، کله چې د ملېشې سرتېري په یوه کور ورننوځي نو له "مزاحمت" سره به مخامخېږي.

د ملېشې سرتېرو پر هغه کور چاپه تر هغې درې ورځې وروسته وهلې چې په کوټ راغه سیمه کې په بمي چاودنه کې دوه امنیتي سرتېري ژوبل شول.

د احتجاج یو ګډونوال او ځايي مشر حاجي سردار علي وايي، چاپه باید "له قانون او ضابطې" سره سم وهل شوې وای، خو په وینا یې دا کار نه دی شوی.

چارواکي پلټنې کوي

د سیمې ملېشه ځواک او د پولیسو مشر محمد قریش خان د خلکو او مشرانو د تورونو په غبرګون کې له څه ویلو ډډه کړې خو په قامي اسمبلۍ کې د کورمې استازی ساجد حسین توری وايي، د پېښې پلټنې روانې دي.

د توري په خبره، انتظامیه او امنیتي چارواکي ګوري چې دا هر څه څنګه او ولې شوي او پکې "غلطي" د چا وه؟

ملیخېلو د جولای پر ۲۹مې احتجاج پای ته ورساوه خو زیاته یې کړه چې د پنجشنبې (زیارت) پر ورځ د مړو تر ښخولو وروسته ښايي د خپلو غوښتنو تر پوره کېدو د پاړه چنار خبریالانو مرکز مخې ته پرلت ووهي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG